شعـــــرونه

په رب مين شه/ جوادمل

جوادمل

پر رب مين شه ان تر دې چې پرې فدا دې کړه ځان
د حقيقت په بازارونو کې پيدا دې کړه ځان

چې ته جهان او جهان تا ګڼي مجنون داسې شه!
د کمعقلانو ناخبرو د خندا دې کړه ځان

د دې فاني ژوند په بدل کې ابدي ژوند واخله!
د جنتونو انتخاب وکړه، سودا دې کړه ځان

په بندګانو کې بادشاه ترې مستغني غوندې شه
د رب په در کې تل سوالي اوسه ګدا دې کړه ځان

نيکي به مومې ورپسې به وې لټون به يې کړې
فسق او فجور به درسره وي ترې جدا دې کړه ځان

زړه کې درد ساته! خو د بل و زړه ته درد جوړ نشې!
ای جوادمله تل پر دوو شونډو ادا دې کړه ځان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx