نظــر

د الوتکې ويشتل او د ارګ مجرمانه چوپتيا

مولانا عبدالصبور عباسي

د حیرانتیا او فکر خبره ده. چې د  مولوي مجيب الرحمن انصاري يې په سمه خبره محاسبه کړ.‌ چې د ظالم مرسته کول ناروا او غیر شرعي عمل دی.

که حکومت ظالم وي که فرد،  شرعا او عقلا مرسته ورسره ناروا ده، دې کې د عقلاؤو ترمنځ څه هیڅ اختلاف نشته دی. خو د امنيت شورا ځیني دین تيښتي ورته په مطبوعاتي کانفرانس کې اخطارونه ورکوي.
خو کله چې د يو لوچک او رهزن له خوا د دولت الوتکه ويشتل کېږي نه د امنيت شورا کوم اخطار ورکوي، نه غرب وفاداران څه عکس العمل ښايي. ( ببین تفاوت راه از کجا تابه کجا است)

له دې نه دا هم معلومېږي چې حکومت د مملکت، ملت، اردو، پوليسو ملي شتمنيو او د دولت د مامورينو ګټو ته څومره ژمن او متعهد دی، چې د جومات په خبره امنيت شورا په حرکت رازي، خو د اردو او د پوليسو ځوانان وژل، د الوتکې ويشتل او عملي بغاوت ورته عادي ښکاري.!

په دې حالاتو کې به ملت طبعا دا محسوسوي چې علماؤو، نيکانو، د ملت دوستانو او خادمانو سره د حکومت رويه د اسلام او افغانستان د دښمنانو په مشوره تشکيل شوې ده.

حکومت مسلسل غله او شوک ماران تشويقوي چې غټه نښه یې د امنيت خرابېدل دي، که حکومت غله، شوک مار او ډاکوان تشويق نکړي او پر وخت محاسبه شي وضعيت دومره نه خرابېږي.

حکومت ته  امنيت، د خلکو رفاه، د نرخونو کنټرول، فقر او لوږې سره مبارزه، د دولتي مامورينو، عسکرو او پوليسو، خونديتوب او حقوق هيڅ اهميت نه لری.

د ارګ سنبالونکې ډلګۍ د سياسي مخالفينو د مرعوبه کولو، د سياسي  تنظمونو د فاشلو او فزيکي حذف، غلا، خيانت، رشوت او د حرامو مال او پيسو ټولو  کې ډېر وخت مصرفوي.

موږ ولید چې د ځينو حلقو د فیصلو له وجې په ځوان نسل کې د ریاست ناقص تصور کیښودل شو. چې دا حالت زموږ د اینده لپاره ډیر زیانمن دی. یو متوازنه ملی پالیسی زموږ د مشکلاتو حل او روښانه راتلونکې تضمینولی شئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx