افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: د افغانستان په اړه پرېکړه اسانه نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې  د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس ټول بهرني ځواکونه باید تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له افغانستانه ووځي؛ د ناټو سازمان عمومي منشي وایي، د افغانستان په اړه سلا مشورې  روانې ساتي؛ خو هيڅ داسې اسانه انتخاب نشته چې ناټو یې وکړای شي.

سټولټنبرګ چې نن یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټو د افغانستان د وضعیت په اړه وغږېږي او هلته د ناټو د پوځي حضور په  تړاو به سلا مشورې روانې  وساتي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې په افغانستان کې  امنیتي  وضعیت پیچلی دی او ناټو ته به اسانه نه وي، چې کوم انتخاب وکړي.

دده له قوله، د ناټو متحدین به د خپلو پوځیانو د خوندیتوب لپاره ټول لازمي اقدامات وکړي.

سټولټنبرګ ددې تر څنګ د سولې له هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړی  او ټینګار یې کړی، چې د سولې روانې هڅې باید چټکې او د جګړې د شدت لوړه کچه ټيټه شي.

ناټو داسې مهال په افغانستان کې  د خپلو پوځيانو د حضور او نه حضور پرېکړې ته وارخطاء ښکاري، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، ټول بهرني ځواکونه باید د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبان ټینګار لري، چې ټول بهرني عسکر باید له شوي توافق سره سم ووځي؛ خو یو شمېر غربي رسنۍ وايي، بایډن د خپلو امنیتي سلاکارانو په وړاندیز په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره د خپلو پوځیانو د حضور په دوام غور پیل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It is simple. Just get out and go home.

الحاج استاذ بیانزی

د دوهم کلاس غلامانو ( ناتو ) مشر دا خبره چه د افغانستان په اړه د وتلو او نه وتلو پریکړه ساده نه ده، د بایدن پریکړو ته منتظر دی که بایدن صبا د وتلو پریکړه وکړه ناتو به د شغالانو په شان ورپسی وی وایی [ مونږ د امریکا سره یوخای راغلی وو او یوځای به وځو ] هغه وخت به پریکړه ستونزمنه نه وی او که امریکا یو کال نور هم پاتی کیږی د ناتو مشر به همدا خبره د امریکا په قومانده وایی چه پریکړه ستونزمنه ده . دوی د کابل د غلامی اداری د ریس په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx