افغانستانسولې اړوند خبرونه

هند: د افغان سولې په تړاو ترکیه کې جوړېدونکې ناسته کې برخه اخلو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده راتلونکې میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي؛ د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی لري او برخه پکې اخلي.

دغه څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیر «جي شنکر» د کابل د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر» او ورسره پلاوي سره په ډهلي کې د لیدنې په مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه یې داده چې د سولې په پروسه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي.

جي‌ شنکر وړاندې زیاته کړې، چې هیواد یې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړې شوې ناسته کې له صادرې شوې ګډې اعلامیې هرکلی کوي‌، مثبته یې بولي‌ او په ترکیه کې رابلل کېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

ورته مهال اتمر د افغانستان په سولې پروسه کې د هند رول اړین بللی او له یاد هیواد یې مننه کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له حکومت سره درې میلیارده ډالر مرسته کړې.

هند داسې مهال د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره د چمتووالي‌ خبر ورکوي، چې تمه ده راتلونکې اپریل میاشت د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د افغان سولې په تړاو ناسته جوړه شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز جوړېږي، ښایي د طالبانو او حکومت د لوړې کچې استازي برخه پکې واخلي‌ او د سیمې ځیني‌ هیوادونه یې هم برخه واوسي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Not their business. India hates Afghans

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx