افغانستان

اسماعیل خان: د جمعیت په کنګره کې ترسره شوې ټاکنې «جعلي» وې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د هرات پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند درهبري شورا غړی محمداسماعیل خان وايي، چې ددې ګوند په وروستۍ کنګره کې د مشر غوره کولو لپاره ترسره شوې ټاکنې په بشپړه توګه «جعلي» او له ځانه جوړې شوې وې.

اسماعیل خان دا څرګندونې تیره ورځ په هرات کې یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند داخلي اختلافاتو کې دی بې پرې پاتې کیږي او د هیڅ لوري پلوي نه کوي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د مسکو ترویکا پلس غونډې سره همهاله په کابل کې د عطاء محمد نور د پلویانو لخوا د جمعیت اسلامي ګوند کنګره راغوښتل شوې وه او په ترڅ کې یې د ګوند د مشر ټاکنې هم ترسره شوې، چې عطاء نور په کې په غوڅ اکثریت مشر وټاکل شو.

که څه هم د صلاح الدین رباني او احمدضیاء مسعود لخوا د عطاء نور ټاکل کېدل غیر قانوني او سپینې کودتا ته ورته عمل بلل شوی؛ خو اسماعیل خان بیا په دغه شخړه کې خپله بې طرفي اعلان کړې ده.

اسماعیل خان دغه راز د عطاء نور او صلاح الدین رباني لخوا د جمعیت اسلامي د نوو څانګو د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان سولې په تړاو د استانبول له ناستې وروسته به د جمعیت اسلامي له رهبري اعضاوو سره په ګډه په دې هکله یو تصمیم ونیسي.

په ورته مهال یو شمېر سرچینې خبر ورکوي چې اسماعیل هم غواړي د جمعیت اسلامي په نوم یو مستقل ګوند جوړ کړي؛ خو دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي د ګوند د مشرانو ترمنځ اختلافات زیات شوي، د کومې له امله چې یاد ګوند د سولې پروسه کې هم څنډې ته وهل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په تاسو خاینانو پسې د تېر جهاد ازار دی،،، مستمر ذلت مو په برخه شوی دی،،،

د رهبر لورانې مو ډمانې او د فېشن ماډلاندې شوې،،، تر دا اوسني حال چې د تورن تر نامه لاندې د روسانو له خوا شهید شوی وای،،، تر دا اوس حال چې د طالبانو په زندان کې مړ وای،،، پېټی مو نور هم په درنېډو دی،، هیله ده د ګور پر غاړه توبه وباسی…

الحاج استاذ بیانزی

ټول جمیعت او اسمعیل خان ، نور ربانی قانونی نور او نور ټول جعلی دی جعلیان په جعلی ګوند کی راتول شوی د اسلامیت، افغانیت او جهاد له نوم ناوړه ګټه اخلی د دوی اصلی نوم ستم ملی یا فارسی شغلیانو په ګوند کی دی د پشتنو شغلوی ګوند د فدا محمد فدایی په نوم ګوند وو چه له افغان ملت یی انشعاب کړی وو.
که په دغو ټآکنو کی اسمعیل خان بریا ترلاسه کړی وی بیا همدغه ټاکنی په همدغه کمیت او کیفیت قانونی دی

غوربندي

عزتمند بیانزی صاحب

الله تعالی دې اوږد عمر درکړي،، آمین

ددې جعلي ډلې او ټګمارانو ښه تعریف مو وړاندې کړی دی،

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x