افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د کانګرس غړي: بایډن دې د می میاشتې تر پیلېدو ټول عسکر له افغانستانه راوباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا نوې ادارې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې ارزونه پیل کړې او ښایي‌ په افغانستان کې خپل پوځي‌ حضور وغځوي؛ د امریکا د کانګرس دوو غړو د امریکا پر ولسمشر غږ کړی، چې د می میاشتې تر پیلېدو پورې ټول پاتې عسکر له افغانستانه راوباسي‌ او په دې توګه دې نه ختمېدونکې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

کین باک او باربارا لي د امریکا د ولسمشر «بایډن»‌ په ادرس لیږلي‌ پیغام کې چې بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او د بایډن مرستیالې ته یې هم کاپیانې لېږل شوي‌ دي؛ لیکلي، چې د بایډن اداره دې په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو د لا چټکتیا او بریا لپاره هڅې وکړې او په دې توګه دې د افغانستان نه ختمېدونکې جګړه پای ته ورسوي.

د لیک په یوه برخه کې د امریکا پر ولسمشر غږ شوی، چې د دوحې له تړون سره سم د می میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې خپل ټول پاتې عسکر له افغانستانه وباسي‌ او په دې توګه د افغانستان په پيچلي‌ کړکېچ کې د امریکا نظامي رول پای ته ورسوي.

په لیک کې یادونه شوې، چې د می میاشتې تر پيلېدو د عسکرو د نه را ایستلو له امله ښایي‌ طالبان بیا ځلې‌ پر امریکایي‌ پوځیانو بریدونه پیل کړي.

د کانګرس غړو د امریکا ولسمشر ته د ټاکنیز کمپاین د دوران ژمنې وریادې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې د نه ختمېدونکو جګړو په پای ته رسولو سره یادې ژمنې عملي کړي.

دغه لیک داسې مهال دی، چې یو شمېر غربي رسنۍ وایي بایډن د امریکا د پوځي چارواکو په وړاندیز په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره د امریکا د پوځي حضور په غځولو غور‌پیل کړی.

ورته مهال طالبان بیا ټینګار لري، چې ټول ناټو او امریکايي‌ عسکر دې په ټاکلې نېټه له افغانستانه ووځي او د دوحې په تړون کې کړې ژمنې دې عملي کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له دغو دوو کانګرس مینانو مننه او ستاینه یی کوو، چه د بایدن ماغزه رانوی کړی، وایی ( شده ماسته د هر چا خوښیږی مګر د پیشو پسی خڼی راوتی ) استثمار او د نورو غلامولو د ټولو اروپایانو خوښ دی خو د انګریزانو او یهودانو پسی خڼی راوتی اوس یی لا هندوه هم پکی ننویستی. انګریزی یهودانو یا یهودی انګریزانو چه کله امریکا کشفه او اضلاع متحده پکی خوښه او له اولی ورځی یی د ټولی نړۍ د استثمارولو او غلامولو د باره حکومتی تشکل ( دموکرات او جمهوریت ) ، دموکراسی ، نظم نوین جهانی او ورته نوری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx