افغانستان

هلمند: په سنګین کې د ملي اردو عمومي قومندان او شپږ نور عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا(سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳): طالبان وايي چې دوی تېره ورځ د هلمند ولایت په سنګین کې ولسوالي کې د ملي اردو عمومي قومندان ابراهيم اوشپږ نور عکسر وژلي دي.
رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي ویلي دي چې د دوی ملګرو تېره ورځ د دې ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د درازکوف پر مټ شپږ عسکر وژلي دي. او دوه نور يې مرګوني ټپیان کړي دي.
د طالبانو ویاند په خپله خبرپاڼه کې کاږي چې په وژل شويو کې د سنګین په ولسوالي کې د ملي اردو عمومي قومندان ابراهیم هم شامل دي.
د دوی په قول دو تېره غرمه ترمازیګره د درازکوف پر مټ د سنګین په څاروان کلا، ډبرۍ، پزکي، ملازو او چولاوه سیمو کې عملیات کړي دي.
چې دوی ته پکې هیڅ تاوان نه دی اوښتی.
د ملي اردو دغه قومندان په داسې وخت کې وژل کېږي چې په سنګين کې د همدې جګړې د ناکامۍ په خاطر د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی  لري او پرځای يې جمعه ګل همت ټاکل شوی دی.
نوموړی په دې ملامت شوی دی چې ولې يې تراوسه په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی.
له بلې خوا د هلمند ولایت په همدې ولسوالي کې د څاروان کلا په ملکانو سیمه کې د ملي اردو یو ټانګ په خښ کړی شوي ماین برابر شو چې څلور تنه پکې وژل شوي دي، د عیني شاهدانو له قوله دغه چاودنه پرون مازیګر رامنځته شو، چې د درنې چاودنې پرمټ ټانګ بشپړ تخریب شوی دی.
طالبانو دغه چاودنه منلې ده او ویلي يې دي چې په ټانګ کې ټول سپاره کسان ځای پرځای وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x