افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستانه د پوځيانو د ایستلو د نېټې په اړه بحثونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انټوني بلینکن» وایي، له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د ایستلو د نېټې په اړه بحثونه روان دي‌ او د ناټو سازمان له غړو هیوادونو سره په همغږۍ به په همدې تړاو پرېکړه کېږي.

بلینکن چې په بروکسل کې یې د ناټو سازمان له سرمنشي‌ «ینس سټولټنبرګ» سره په ګډه یوې خبري‌ ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د می میاشتې تر پیلېدو پورې د ټولو عسکرو ایستل به ستونزمن وي؛ خو لا هم ددې نېټې په اړه بحثونه روان دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پریکړه به د ناټو سازمان له غړو هیوادونو سره په همغږۍ کېږي او د عسکرو د راوتلو په مهال به د ناټو پوځیان له امریکایي عسکرو سره ګډ راوځي.

ده وویل، چې د بایډن ادارې د دوحې تړون او له افغانستانه د عسکرو د ایستلو د موضوع ارزونه روانه کړې او دی بروکسل ته ددې لپاره تللی چې ددې ارزونو لومړۍ روښانه شوې پایلې له ناټو سازمان سره شریکې کړي‌ او له هغوی د افغانستان په اړه واوري.

د بلنکن له قوله، امریکا غواړي یقنیني کړي، چې افغانستان بیا‌ ځلې د «ترهګرو په ځاله» نه بدلېږي.

ورته مهال د ناټو سازمان سرمنشي پر طالبانو غږ وکړ، چې له ټولو «ترهګرو‌ ډلو» سره اړیکې وشلوي او د سولې پروسه چټکه کړي.

نوموړي د سولې روانې خبرې د افغانستان د ثبات لپاره یو غوره فرصت وباله او مذاکرات یې د کړکېچ د حل یوازېنۍ لاره وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني‌‌ ځواکونه باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي؛ خو واشنګټن وايي، ددې توافقنامې بیا ځلې کتنه یې پیل کړې.

داسې ګنګوسې شته چې ښایي، بایډن د شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې‌ د امریکا پوځي حضور تمدید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx