شعـــــرونه

د سپرلي مسکا/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

د سپرلي غوټۍ غوړيږي مسکۍ کيږي
سره ګلونه  راټـوکيږي مسکۍ کيږي

چې وريځ، لمن خوره کړي او باران شي
څاڅکي څاڅکي را وريږي مسکۍ کيږي

دښتې غرونه او غونډياني يو له بله
په خوښيو کې نڅيږي مسکۍ کيږي

شپانه هم خپلې رمې سره په خوا کې
له شپېلۍ سره غږيږي  مسکۍ کيږي

د سپرلي مسته فضاء بيخي مزه کړي
غمجن زړونه  پرې رغيږي مسکۍ کيږي

د ګودر  په چينارونو کې سم شور دی
بلبلان پکې چغيږي مسکۍ کيږي

ګران وطن مو ښايسته په طالبانو
خپل هيواد څخه ځاريږي  مسکۍ کيږي

د مُحَمَّدٌ مهاجِر د غزل توري
چې په چا هم ولګيږي مسکۍ کيږي

مُحَمَّدٌ مهاجِر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx