شعـــــرونه

چې راتلونکی پسرلی به په څه حال  وي/کاروان

پيرمحمد کاروان

خدای خبر دی چې خپه که به خوشحال وي
چې راتلونکی پسرلی به په څه حال  وي

د باروتو په غبار به وي پوښلی
که په پرخو د ګلونو به کنګال وي

طالبان به د ټوپک په خوله غږېږي
که اذان به یې د امن د بلال وي

د عسکر پر مټ به وي د سولې ستوری
که ګنډلی به زخمونو پرې هلال وي

افغانان به سره خپلو، کې ورۍ نوک وي
که نه وران به د یووالي ترې دیوال وي

سره غاټول به سره د خپل فطرت په رنګ وي
او که سره به په سرو وینو د غزال وي

سندرمار بلبل به ګل ګل سرود وایي
او که چا به د موچي په تار حلال وي

کور په سري مهاجر به اواره وي
که په غېږ کې د وطن به په وصال وي

د وطن مور به سر توره وي ولاړه
که پر سر به یې د سولې زرغون شال وي

ستا په پښو لمدې نکریزې که وي سولې
ستا راتګ ته به مو وچ په خوله کې سوال وي

که د امن ملاېکې وي راغلې
نو مات شوی به طلسم د دجال وي

کبرجن که رانږدې وي او که لرې
خدای دې وکاندي چې کبر یې زوال وي

منت بار به وي سپرلی د ځونډورې
چې وږمې یې د لونګو د رومال وي

د منګو کتار به لر ګودر ته رسي
اُستَکار به یې د بر کلي کولال وي

شنه رڼا به یې د لمر په وړانګو رپي
سور ګلاب به د رڼو پرخو مشال وي

د جمال بلبلې چوپې چوپې مه شه
چنارونه دې په برم او په جلال وي

که یې اوښکو ته وه پېغله د لمر موسکه
د کاروان غزل به سم د بوډۍ ټال وي

۲۸ حوت ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx