شعـــــرونه

پسرلي ته! ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

یو رنګین تصویر انځور کړه،انځورګره پسرلېه !
جادوګرې  غوټۍ وا کړه ، جادوګره پسرلېه !

راشه وشینده د ژوند کیف پر دې مړاوې سپېره ځمکه
مسیحا یې زموږ د هیلو  مهاجره  پسرلېه !

پېغلې څانګې کړه خمار بیا د زلمي چنار په مینه
جام د بنګ شه ته د مینې ماذیګره پسرلېه !

بیا د مینې مسکا ښکاري، د غاټول پر سورکو شونډو
ته د مینې  پیغمبر  یې  ، پیغمبره  پسرلېه !

چې د مینې و شپېلۍ ته د ښکلا کوچۍ  ګډېږي
په چمبو کې د بنګړو شرنګ کړه ، سندره پسرلېه !

بیا پر زنه هر یو کاڼې ایښې خال دئ،زموږ له وینو
راشه – راشه  را  پخلا شه  مروره پسرلېه !

چې د ویر او د دردونو ټغر ټول کړې زموږ له سیمې
کړه د عشق  هر خبره  ملغلره پسرلېه !

ثاقب وایي زه به لارې په بڼو درته جارو کړم
که ته راغلې زموږ  چم ته مسافره پسرلېه !

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx