
دولتي الوتکو په کندهار کې روغتون ته پر لاره «ټپیان» بمبار کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دولتي الوتکو هغه ملکي وګړي بمبار کړي، چې د کمانډو عسکرو لخوا په توپچي برید کې ټپي شوي وګړي یې روغتون ته لیږدول.
د سیمې خلک وايي، تیره شپه دولتي عسکرو د ارغنداب ولسوالۍ په «مناره» سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو د هاوان ګولۍ وتوغولې، چې له امله یې دوه کورونه ویجاړ، ۲ تنه ولسي وګړي «شهیدان» او ۷ نور ټپيان شول.
له پېښې سره سم کله چې نورو خلکو دغه ملکي ټپيان په ۲ زرنج ریکشاوو کې روغتون ته لیږدول د «ناګهان» سیمه کې یوځل بیا د دولتي الوتکو لخوا تر برید لاندې راغلل.
په هوايي بمبار کې د ټپيانو له ډلې د دوو ماشومانو او درې ښځو په ګډون ۹ تنه ولسي وګړي «شهیدان» شوي او ۲ نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا په ملکي خلکو «ړانده» هوايي او توپچي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.