افغانستان

هلمند کې د دولتي عسکرو لخوا ۴ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې دولتي عسکرو پر ملکي خلکو مخامخ ډزې کړي، چې له امله یې ۴ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه تیره شپه اته نیمې بجې د ګرمسیر ولسوالۍ په «سربند» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، د سربند پوستې عسکرو پرون ماخوستن په هغه فلډر موټر ډزې وکړې، چې د موټر چلوونکي په ګډون ۴ تنه ملکیان په کې سپاره وو.

د خلکو په خبره په دغه پېښه کې د موټر چلوونکی ځای پرځای «شهید» درې تنه نور ټپيان او موټر هم ویجاړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د هلمند په څنګلوري ولایت کندهار کې هم دولتي عسکرو په ملکي خلکو هوايي او توپچي بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ولسي خلک شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx