افغانستان

طالبان: د اسلامي نظام پر وړاندې د «خنډونو» لرې کولو ځواک روزنه دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د اسلامي نظام په وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه د قاري عبیده له معسکر(پوځي روزنتون) څخه لسګونه «مجاهدین» د پوځي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته پوځي خدمت ته چمتو شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددغو تازه روزل شوو طالب جنګیالیو د انځورونو په خپرولو سره داسې ویلي: « د قاري عبیده په معسکر کې لسګونه مجاهدین له نظامي زده کړو فارغ او په هیواد کې د اسلامي نظام د نفاذ په وړاندې خنډونو له منځه وړلو له پاره چمتو شول.»طالبان د قاري عبیده معسکر کې د پوځي روزنې په حال کې لیدل کیږي

طالبان د قاري عبیده معسکر کې د پوځي روزنې په حال کې لیدل کیږي
طالبان د قاري عبیده معسکر کې د پوځي روزنې په حال کې لیدل کیږي

په انځورونو کې د یاد پوځي روزنتون یوې ښوونیزې لوحې باندې د «درس لیزر معسکر عبیده کاروان» لیکل شوی او په ځانګړي پوځي یونیفارم کې ناست کسان له دوه تنو نظامي استادانو څخه د زده کړې په حال کې ښکاري.

قاري برهان «عبیده»چې د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ «زرغون ښار» اوسېدونکی ؤ، په لوګر کې د طالبانو له مهمو نظامي قومندانانو څخه بلل کېده، چې په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په وړاندې یې په ۲۰۰۶م کال لومړی په کابل ښار او بیا د میدان وردګو ولایت په جلریز او نرخ ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو پرضد وسله واله مبارزه پيل کړه او وروسته یې خپل نظامي مرکز لوګر ولایت انتقال کړ.

طالبان د قاري عبیده معسکر کې د پوځي روزنې په حال کې لیدل کیږي
طالبان د قاري عبیده معسکر کې د پوځي روزنې په حال کې لیدل کیږي
طالب قومندان قاري برهان عبیده
طالب قومندان قاري برهان عبیده

نوموړی چې د پلازمینې کابل  ترڅنګ په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د لسګونو لویو او کوچنیو بریدونو اصلي طراح پېژندل کېده، دوه کاله وړاندې

 (۳ لړم، ۱۳۹۸ل) د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ویل کیږي چې دا مهال په لوګر ولایت کې د قاري عبیده په پوځي روزنتون کې ګڼو طالبانو ته د وسلو د زده کړو ترڅنګ د شخصي دفاع بدني روزنه هم ورکول کیږي.

طالبان په داسې مهال د اسلامي نظام په وړاندې د «خنډونو» لرې کولو لپاره د لسګونو طالب جنګیالیو د چمتو کېدو خبر ورکوي، چې په افغانستان د امریکايي مرستو د تفتیش ځانګړې ادارې(سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، طالبان به په لنډ وخت کې افغان حکومت ته سقوط ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اسلامی ځواک به چا حکومت کوی چی خلک نه وی. ##. د الله په ملکیت تصرف د داسو حق ندی لږ ځآنونه پوه کړی. پدی عکسونو څوک ویروی ترینران مو ټول پنجابیان دی. ستاسو او د کابل د حکومت څه فرق دی هغوی ته امریکایان تریننګ ورکوی او تاسو ته پنجابیان او انګلیسان. تروریستان روزی چی خلک ووژنی او وطن وران کړی نوم پری د اسلام ږدی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx