ټولنیزه برخه

‏په ټولنه کې د امامانو رول

حافظ مسرور

د مساجدو امامان د ټولنې اصلاح:
کولو کې غټ رول لوبولای شي، البته دلیک په پېل کې داخبره راته اړینه او د نه هېرولو ده چې په تېر او اوسني وخت کې هم ځينو حقاني علماؤ په لوړه کچه د اسلامي فکري دعوت او دټولنې پوهاوي ته ستر چوپړتیاوې کړې او کوي یې.

‏  له بدمرغه چې داسي حقاني علما په ټولنه کې ډېر لږ موندل کېږي دیوې پام ساتې کچې پربنسټ داوسني افغانستان په ښارونو کلیو او بانډیو کې کابو څلور لکه ۴۰۰۰۰۰ مساجد شتون لري او په هر مسجد کې یو تن دیني عالم اړین د امامت په دنده ګمارلی وي.

‏که دغه څلور لکه امامان په ریښتوني ډول د دعوت حق اداکړي او خلک د الله تعالی وحدانیت دین او شرعي احکامو پلي کولو ته راوبلي او د خلکو فکري عقیدوي، فقهي او اخلاقي ستونزو د حل کولو بشپړه وړتیا په ځان کې پېدا کړي د غربیانو او د غرب پالو وارداتي ګمراهي به ونشي کولای چې دافغانستان خلک او په ځانګړي توګه ځوانان د اسلام له روغې عقیدې پرته په نورو پردیو نظریاتو قانع کړي.

‏خو دا تریخ حقیقت باید ومنو چې الحاد هم دومره ګن شمېر علماؤ یا امامانو برسېره بیا هم زموږ د ټولنې ځوانان خپل په باطلې عقیدې وروزل او له اسلام څخه یې منحرف کړل او په خپل صف کې یې ودرول سره له دې چې زموږ ولس د جهاد هجرت، قربانیو او شهادت همدا راز په پراخه پېمانه له شرعي علومو سره د نږدېوالي یوه اوږده دوره هم تېره کړې خو بیا هم غربي مؤسساتو غرب فکرو اړخونو وکولای شول چې زموږ د ولس یوه لویه برخه خلک د امریکا یي یرغلګرو او د امریکایي یرغلګرو د لاسپوسو ګوډاګیانو ترڅنګ ودروي.

‏یوازې یې په درولو هم بسنه ونه کړه بلکي د دغه فاسد نظام کم چې د غربیانو په خوښه جوړ شوی دی جمهوریت کلک پوځي مدافع یې هم وګرځول دغه کار ډېر لاملونه لري چې اړین یې دا دي.

‏لومړی: د دعوت د احساس نشتوالی
‏دافغانستان په ډېرو علماؤ، خطباؤ او امامانو کې د عوت داحساس نشتوالی لیدل کېږي.
‏نوموړي یوازي ځانونه مدرسین، او دکتابونو لوستونکي کڼي او نه هم د ټولنې په اخلاقي فساد پر خلاف منظمه مسلسله یا دوام داره توګه پرځنګ (مبارزه) خپل مسؤلیت وګڼي.

‏دا ستونزه دلته پېدا شوه چې زموږ په دیني پوهنیز نصاب کې د دعوت د کړنلارې په هکله یو کتاب هم نه لوستل کېږي همدارنګه د رسول الله ﷺ او د نورو رسولانو د دعوت د تاریخ، تجربو، ستونزو ګاللو، بریاوو او په بشري ټولنو د هغو د ښېګړو په هکله یو ځانګړی کتاب هم نه لوستل کېږي.

‏نوښکاره خبره ده چې په پوهنیز نصاب کې د دعوت په کړنلارو یا د دعوت په ارزښت یو ځانګړی کتاب ونه لوستلای شي، نو د یاد نصاب نه فارغینو کې د دعوت احساس له کومه شي؟

‏دویم: د امامت د دوام لپاره حق پټول.
‏ زموږ په ټولنه کې داسي علماء یا امامان هم شته چې د خلکو عرف، دودونه، د ډیموکراسۍ ناوړه کلتور ته ارزښت ورکوي.

‏دا ځکه چې د خلکو ناوړه کلتور پالل ورته د دندې دوام ضمانت ورکوي
بلخوا د شریعت هغه احکام بیانول چې د خلکو د ناوړه کلتور سره په ټکر کې دی ښایې چې دندې نه ګوښه کېدو لامل وګرځي.

‏دغه ډول امامان بیا نه یوازي دا چې حق ته رابلل خپل مسؤلیت وګني بلکې ددې لپاره چې عامو خلکو په منځ کې یو ډول باور ترلاسه کړي بیا په نورو حق ویونکو هم ډول ډول تورونه لګوي عام خلک یا نا پوهان د ریښتونو حق ویونکو په خلاف راپاروي.

‏ دخلکو اصلاح او ګمراهي ورته دومره ارزښت نه لري لکه څومره چې ورته زکات، صدقات، سرسایې، دقربانۍ پوستکي او دشکرانې اخستل ورته ارزښت لري.

‏دغه ډول امامان نه یوازي داچې د معاصرو فکري فتنو او د هر ډول غربي ارتدادونو سره سیالۍ نشي کولای بلکې په خپلو ناسمو عقایدو او غیر شرعي کړنو د دین د بدنامولو او د دین دښمنانو ته دوسلې په لاس ورکولو لامل هم ګرځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x