ټکنالوژي

د ټویټر بنسټ ایښودونکي لومړی ټویټ په «۳ ملیونه» ډالره لیلام شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه ټویټر اوسمهال د ملیاردونو ډالرو شتمني جوړه شوې او په دې کې پېل شوی رجحان په نړۍ کې لا اوس هم ډیر څه کولی شي.

خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د ټویټر تر ټولو لومړی ټویټ چې ددې بنسټ ایښودونکي «جیک ډورسي» له لوري شوی و شاوخوا ۱۵ کاله وروسته له ۲.۹ ملیونو زیاتو امریکایي ډالرو چې له ۲۵۰ ملیونو زیاتې افغانۍ کیږي په بدل کې وپلورل شو.

د ټویټر بنسټ ایښودونکي د «ما خپل ټویټر حساب پرانېست» ټویټ چې پر ټویټر تر ټولو لومړی و او د ۲۰۰۶م کال د مارچ په ۲۲مه نېټه شوی و، پر مالیزیایي-ایراني سوداګر د پورتني پيسو په بدل کې وپلوره.

په دې وروستیو کې د ټویټر پر لومړي ټویټ یو شمېر سوداګرو ځوابونه کول چې دغه ټویټ د یو شمېر ډالرو په بدل کې پېري، او بالاخره دغه پریکړه ترسره شوه.

د جیک ډورسي پلورل شوي ټویټ څخه لاس ته راغلې پيسې به د افریقا لویې وچې او د نړۍ په نورو برخو کې د بېوزلو هېوادونو چې له کرونا اغیزمن شوي وي سره د مرستې لپاره کارول کیږي.

باید وویل شي چې د ټویټر پېل د ۲۰۰۶م کال د مارچ په ۲۱مه نېټه وشو او جیک ډورسي لومړی ټویټ څو ساعته وروسته د مارچ په ۲۲مه نېټه کړی و.

اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ ملیونه خلک ټویټر کاروي چې شاوخوا ۱۹۰ ملیونه ورځني کاروونکي لري او ۵۰۰ ملیونه ورځني ټویټونه کیږي، ددې شبکې کلنی عاید شاوخوا ۶۵ ملیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي.

ټویټر تر ډیره د سیاستوالو، ټولنیزو مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لخوا د روانو ستونزو او ددې حل لارې وړاندې کولو لپاره کارول کیږي، د زیاتو کاروونکو عمرونه یې د ۳۵ او ۶۵ کلنۍ ترمنځ دي چې ۳۵ سلنه ښځينه او ۶۵ سلنه نارینه کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx