روغتیا

پر جنجالونو سربېره، د افغانستان په ګډون لسګونه هېوادونو کې د استرازینیکا واکسین کارول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): یوې احصائيې ښودلې، د کرونا پر ضد د استرازینیکا واکسین د جنجالونو سربېره په نړۍ کې د افغانستان په ګډون لسګونه هېوادونو کارولي دي.

استرازینیکا واکسین هغه مهال په ځانګړي ډول د جنجال موضوع وګرځېده چې یو شمېر اروپایي هېوادونو د واکسین له کبله د ناروغ په بدن کې د وینې ټوټه کېدو له ویرې دغه واکسین کارول د ټاکلې مودې لپاره وځنډول.

خو وروسته استرازینیکا شرکت، اروپایي ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس پر وړاندې د استرازینیکا واکسین اغیزمن او له هر ډول زیان څخه پاک اعلان کړل.

په امریکا کې وروستیو څیړنو ښودلې چې استرازینیکا واکسین د یوه عام ناروغ پر وړاندې ۷۹ سلنه او د جدي ناروغانو لپاره نږدې ۱۰۰ سلنه اغیزناک ثابت شوي دي، دوی دغه څیړنه د ۳۰ زره کسانو په پایله کې ترسره کړې چې شاوخوا ۲۰ زره هغو یې دوه ډوزه واکسین کارولي دي.

د استرازینیکا واکسین له پېله د جنجالونو سره مخ وو، چې په لومړي سر کې لویانو او کوچنیانو ته ددې واکسینو د ورکړې موضوع د بحث د سر ټکی ګرځېدلی و، خو وروسته یاد شرکت د لویانو لپاره استرازینیکا واکسین ګټور اعلان کړل.

ددې سربېره د اندونیزیا د عالمانو اسلامي ټولنې پر استرازینیکا واکسینو تور پورې کړی و چې ګواکې دغه واکسینو کې د خنزیر د غوښې ځينې اجزا شامل دي، نو ددې له کبله یې کارول په اسلامي شریعت کې مخالف ګڼل کیږي.

بل لوري ته د افغانستان او پاکستان په ګډون یو شمېر لسګونه هېوادونو د استرازینیکا واکسینو په اړه د پورتني تورونو او جنجالونو سربېره دغه واکسین کارولي دي او لا هم دغه پروسه دوام مومي.

باید وویل شي چې د اکسفورډ «استرازینیکا» واکسینو کارول وروسته له هغې په یو شمېر هېوادونو کې وځنډول شول چې په ځينو هېوادونو کې ددې له کبله په ناروغانو کې د وینې ټوټه کېدو ستونزې رامنځته شوې او حتی ځینې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د یو شمېر څیړنو په پایله کې څرګنده کړه چې دوی دغه ډول هیڅ ستونزې نه دي موندلي او واکسین د کوم ناروغ د مړینې لامل شوي نه دي، چې يو وار بیا په پراخه کچه د واکسینو د ورکړې لړۍ پېل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x