نړۍ

بلوچستان: د چمن پوليسو پر موټر چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۴ يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د بلوچستان ايالت په چمن ښار کې د پوليسو پر موټر چاودنې لږ تر لږه ۴ تنه وژلي او ۱۴ نور يې ټپيان کړي دي.

د چمن پوليس وايي، پر تاج سړک د ليويز پوليسو د زندان مخته د پوليسو د حوزې د امر «ايس ايچ او» پر موټر چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوليسو په وينا په يوه موټر سايکل کې چاوېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

تر اوسه د پېښې د قربانيانو هويت نه دی معلوم شوی او نه هم دا ويل شوي، چې په دې چاودنه کې د حوزې امر ته زيان اوښتی که نه.

رپوټونه وايي، د پېښې قربانيان د سيمې حکومتي روغتون ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير مير ضيا‌ءالله لانګو د چاودنې غندنه کړې او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده.

نوموړي د پېښې د جزئياتو رپوټ غوښتی او ژمنه يې کړې، چې د پېښې له قربانيانو سره به انصاف کيږي او عاملين به يې د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

د يادونې وړ ده، چې بلوچستان ايالت له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ناامنيو او چاودنو ښکار دی او د بلوچستان ايالتي چارواکو سربېره د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي د دې ناامنيو او چاودنو پړه پر هندي استخباراتو او د افغانستان په ملي امنيت رياست اچوي، خو نوي ډيلي او کابل دا تورونه وخت پر وخت رد کړي او دا يې بې بنسټه بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x