افغانستان

د کابل ـ کندهار پر لویه لار پولیسو یوځل بیا موټر چلوونکی د پیسو لپاره «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې پولیسو د یو ټیلر موټر چلوونکی د پیسو نه ورکولو له کبله «شهید» کړی دی.

دا پېښه تیره ورځ د کابل ـ کندهار پر لویې لارې د شاه جوی ولسوالۍ په «نورک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییز سرچینې او د باروړونکو موټر د ټولنې غړي وايي، چې پرون مازدیګر د شاه جوی ولسوالۍ په «نورک» سیمه کې د لویې لارې (شاهراه) د پولیسو یوې پوستې په هغه ټیلر موټر ډزې کړي، چې د پولیسو لخوا د غیر قانوني پیسو اخیستلو ته نه ؤ درېدلی.

د سرچینې په خبره پولیسو په دغه مهال په ټیلر موټر ډزې کړي او موټر چلوونکی یې ځای پرځای «شهید» شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د بار وړونکو موټرو چلوونکو په لویو لارو کې د پولیسو لخوا د ځورونو او غیر قانوني پیسو اخیستلو په اعتراض کې کاربندیز کړی وو، چې د اشرف غني او کورنیو چارو وزیر له منځګړیتوب او ډاډ وروسته موټر چلوونکو خپل اعتراض پای ته ورسوه.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر او پولیس د لویې لارې په اوږدو کې په موټر چلوونکو له دې امله ډزې کوي چې پیسې نه ورکوي، بلکې تردې وړاندې هم په ورته پېښو کې ګڼو موټر چلوونکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx