افغانستان

د کمال خان بندر رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي‌ په ملتیا نن سهار نیمروز ولایت ته رسېدلی دی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له غني سره یو لوړپوړی دولتي پلاوی په دې سفر کې ملتیا کوي‌ او هلته به د کمال خان بند د پرانستنې په مراسمو کې برخه اخلي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې «غني به په دغه سفر کې د کمال خان بند شهیدانو ته د درناوي په موخه د شیهدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېږدي او کمال خان بند په رسمي توګه افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاري.»

کمال خان بند چې له ایران سره په پوله پراته ولایت «نیمروز» کې جوړ شوی، د ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو ځایولو ظرفیت لري او ۱۸۴ زره هکټاره ځمکه ورسره خړوبېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان باید پری خوشحالی وکړی که په ریښتیا افغانان یی ولی برعکس د بند د ویجاړولو کوششونه کوی تر څو ایران پری خوشحاله کړی او یو دوه روپی په لاس راوړی.

شالو

طوطی خانه! که طالبانو بندونه ویجاړولي د کابل اداری به په ټول افغانستان که د تش په نامه ابادی خشته هم نوه لګولی. اصل خبره داده چه په دا شپو او ورځو که اشرف غبی ډیر سرګردانه دی، نن سبا دی او د ده د معاونینو په مخونو که د اضراب ورخطایی له ورایه ښکاره کیژی، اشرف غبی اوس غواړی په دا ډول منډو ترړو خپل د ذلت نه ډک تاریخ لژ روښانه وښایی چه ګواکی زه خو نو دادی اوبه مهار کوم کارکوم………زه باور نلرم چه دا بند د مکمل جوړ وی او ګټي اخیستنی ته د اماده وی.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x