افغانستان

طالبانو د ټاکنو په اړه د اشرف غني وړاندیز د ناکامو تجربو «تکرار» بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): طالبانو د ډاکټر محمداشرف غني، هغه وړاندیز چې له مخې یې نوموړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې ټاکنې برابروي، د ناکامو تجربو«تکرار» بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې مونږ له هغو پروسو او بهیرونو څخه ملاتړ نه کوو چې هغه په هېواد کې په «مکرر» ډول ناکامې پایلې لرلي دي.

مجاهد داسې ویلي: «د انتخاباتو یا دېته ورته پروسې یا هغه پروسې چې مقابل جهتونه یې وړاندیز کوي دا شل کاله کې یې مونږ تاسو وینو چې هغه د شرمسارۍ او خجالت آوره نتائجو سره مخ شوي او هېواد یې له بحرانونو سره مخ کړی، حتی په یوه ورځې د دوو واکمنو لپاره یې د سوګند اخیستلو زمینه برابره کړې ده، نو داسې بحراني حالت او دغسې بد وضعیت ته نه مونږ هېواد بیایو او نه یې حمایت کوو»

طالب ویاند یوځل بیا څرګنده کړې د اسلامي نظام غوښتونکي دي او په خبره یې په اسلام کې د نظام جوړونې لپاره ځانګړي اصول او شرایط موجود دي او ددغو شرایطو غوره کول به د بین الافغاني ناستو پرمهال «علماء» او پوهان کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي رسنیو سره په خبرو کې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ویستلو ته خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ او څرګنده یې کړه که چیرې ولسمشر بایډن د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو پرېکړه وکړي، دوی به یې په ډیر لنډ وخت کې په مؤثره توګه عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دامریکادفوج دشپږومیاشتوتمدید په دی معنی دۍ چه اشرفغنی دی لا ۶ میاشتی نورمظلوم عوام بمبار اوپه هوانو وولی اوامریکااوکفاردی داخراجاتوزمه واخلی،دا ۲۰ کاله جهاد دبایدن دخوشحالۍ دپاره فضول سو.

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی ( غلام غویی ) د نوم سره د انحضرت ( محمد ) نوم او د ( اشرف ) نوم یوځای کول دغو نومو سپیڅلتیا ته تاوان اړوی. شاه شجاع ، خرمل، خرزی او غویی هغه کسان دی چه ملت له افغانیت، اسلامیت او حتی انسانیت څخه بی برخی کړی. په هر صورت ، په شریعت کی د غلام شاهدی د منلو وړ نه ده ولی؟ ځکه چه غلام نه هویت لری او نه صلاحیت لری، هغه د ارګ ریس دی د ریاست په لمړی ورځ یی بادارانو ته سربیره په نورو غلامی تړونو قضایی مصونیت هم ورکړو یعنی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx