ځانګړي راپورونه

هند ته د حنيف اتمر سفر؛ د سولې بهير کې د نوي ډيلي اغېز زياتېدای شي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر ويلي، چې هېواد يې د افغانستان سولې او ټيکاو په موخه له افغان چارواکو سره په ګډه کار کوي.

دا څرګندونې د هند د بهرنيو چارو وزير وړمه ورځ په نوي ډيلي کې له خپل افغان سيال حنيف اتمر سره د ګډې خبرغونډې پر مهال وکړې.

له ناستې وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ارندم پاګچي په خپل ټويټ کې وويل، چې اېس جې شنکر او حنيف اتمر د يو موټي، باثباته او د ډيموکراټ افغانستان لپاره هيلې ښکاره کړې.

هند ته د حنيف اتمر دا سفر د افغانستان سولې په اړه د مسکو له ناستې څو ورځې وروسته ترسره شوی دی.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د حنيف اتمر له دې سفر څخه موخه د افغانستان سولې بهير، امنيت، او اقتصادي همکارۍ کې د هند همکاري غښتلي کول و.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دواړو مشرانو د نوي ډيلي او کابل تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د غښتلتيا سربېره د سيمې او دوه اړخيزو امنيتي مسائلو او سولې په اړه هم خبرې کړي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جې شنکر په خپل ټويټ کې خپل افغان سيال حنيف اتمر ته د هرکلي سربېره ويلي، چې دوی دواړو د افغانستان سولې بهير په اړه مفصلې خبرې وکړې.

نوي ډيلي ته د سفر پر مهال به اتمر د هند لومړي وزير نريندرا مودي او د ملي امنيت سلاکار اجيټ ډوول سره هم ليده کاته وکړي.

د نړيوالو چارو څارونکی قمر اغا له امريکايي راډيو سره د خبرو پر مهال نوي ډيلي ته د حنيف اتمر سفر ډېر اړين بللی او هند له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان په قضيه کې ځان دخيل بولي.

د قمر اغا په وينا هند اندېښنه لري، چې طالبان به يو ځل بيا واک ته د رسېدو پر مهال خلافت قايم کړي، په داسې حال کې، چې طالبانو داسې څه نه دي ويلي.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې ويلي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام د قايمولو لپاره مبارزه کوي او له هېواده بهر هېچا ته ګواښ نه دي.

د څارونکو په وينا هند له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې له دوو ميلياردو ډالرو ډېره پانګونه کړې، په تېرو نومبر مياشت کې يې د ګڼو پروژو لپاره د ۸۰ ميليونه ډالرو مرستو اعلان کړی او ځان د افغانستان قضيې مهم غړی بولي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي تېره مياشت د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره د انلاين غونډې پر مهال د روانې ناامنۍ د کمولو په موخه په تلپاتې اوربند ټينګار کړی و.

ځينې څارونکي په دې اند دي، چې د سيمې ټول هېوادونه، لکه چين، پاکستان او روسيه له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د ويستلو او د روانې جګړې د ختمېدو غوښتنه کوي، خو هند يوازينی هېواد دی، چې وخت پر وخت د سولې روان بهیر په اړه اندېښنې ښکاره کوي او د سولې پر وړاندې د کابل حکومت سره په ګډه خنډونه رامنځته کوي.

ځينې اندېښنې داسې شته، چې هند نه غواړي، د افغانستان سولې بهیر بريالی شي او داسې انګيري، که کابل کې امنيت او سوله راشي، نو پاکستان به د هند تر ولکې لاندې کشمير کې اړي ګړي ته زور ورکړي.

د هند يو شمېر پخوانيو چارواکو ويلي، چې نوی ډيلی بايد له طالبانو سره مخامخ اړيکه ونيسي او د افغانستان راتلونکي په اړه ورسره بحثونه وکړي.

تر دې وړاندې افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هندي چارواکو ته ويلي، چې په هند کې د ترهګرۍ پېښو او ورته نورو ستونزو په اړه له طالبانو سره مخامخ اړيکه ونيسي.

له نوي ډيلي خپرېدونکې انډيا ټايمز ورځپاڼې ويلي، نوي ډيلي تر اوسه له طالبانو سره د اړيکو جوړولو پرېکړه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مودی ګاندی او بل او بل هندوانو او سیکانو ته د هند د پټانانو زور معلوم دی وایی د میړه زور میرمنی ته معلوم وی افغاانانو ( پټانانو ) انګریزانو د هند له لوی وچی وشړل، له هغه وروسته یی انګریزانو له افغانستانه پسی وشړل . له هغه وروسته یی د روسانو امپراطوری دړی وړی کړه . له هغه وروسته د امریکا نړیواله امپراطوری ختمه کره . مودی ګانډی باندی ی ته به کار دی چه له دی حماقت د مخه د افغانستان لیری او نزدی تاریخ ولولی او ځانونه د څلیښتو ډند ته ګذار نکړی که نه به هند… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx