روغتیانړۍ

د کرونا نوې څپه، پاکستان تر ۱۱ اپریله د ښوونیز مرکزونو د تړلو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان حکومت د کرونا نوې څپې د خپریدو مخنیوي په پار ددغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د اپریل تر ۱۱مې نیټې د یو شمېر محدودیتونو سربېره د ښوونیز مرکزونو د تړلو پریکړه هم کړې ده.

د یادو پریکړو سربېره چې د NCOC په غونډه کې ترسره شوي، د هوټلونو، بازارونو، سوداګریز مرکزونو او داسې نورو ځایونو کې د شپې له لوري بندیز لګول شوی دی.

د ښوونیز مرکزونو په اړه د پوهنې وزارت وفاقي وزیر شفقت محمود نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې په ځانګړو سیمو کې به ښوونیز مرکزونه د اپریل میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې تړلي وي.

هغه دغه پریکړه د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو په هغو سیمو پورې محدوده کړې چیرته چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې زیاتې ثبت شوي دي.

د یادې پریکړې له مخې به د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې ښوونیز مرکزونه (ښوونځي) تر ۱۱ اپریله تړلي وي، ددې سربېره به د پلازمینې اسلام اباد سربېره د پنجاب ایالت په یو شمېر ښارونو کې هم پورتنۍ پریکړې پلي کیږي، خو د بلوچستان، ګلګیت او سند ایالتونه له یادو پریکړو مستثنی دي.

د راپورونو له مخې په اسلام اباد او پېښور کې تېره اونۍ د کرونا مثبتې پېښې تر بل هر وخت زیاتې ثبتې شوي، چې د مثبتو پېښو زیاتوالي سلنه کچه له لسو پورته شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان د روغتیا او پوهنې وزارت په ګډه اعلامیه کې د مارچ له ۱۵مې تر ۲۸مې ښوونیز مرکزونو کې د پسرلي رخصتیو اعلان کړی و چې اوس تر ۱۱ اپریل پورې وغځېده.

په NCOC کنفرانس کې د پاکستان د پوهنې وزیر د وینا له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس دریمه څپه په چټکۍ خپریږي، چې له کبله یې شاوخوا په لسو ښارونو کې د یو شمېر محدودیتونو سربېره ګرځبندیز هم لګېدلی دی.

اوسمهال پاکستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۶۳۷ زرو ته رسیږي چې ۴۰ زره فعال ناروغان دي، په داسې حال کې چې نږدې ۱۴ زره له یادې ناروغۍ مړه شوي او پاتې روغ شوي دي.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې شاوخوا ۳۸ زره معاینات ترسره شوي چې له مخې یې ۳۳۰۱ مثتبې پېښې ثبت شوي او  ۳۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx