ورزش

اسدالله خان د کرکټ بورډ د غوراوي څانګې مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی، روزونکی او اجرائیویه مشر د کرکټ بورډ له لوري د غوراوي څانګې د مشر په حیث وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د خپور شوي خبر له مخې، اسد الله خان د ګمارنې د شفافې پروسې له لارې په کرکټ بورډ کې د نوې رامنځته شوې غوراوې څانګې مشر ټاکل شوی.

دا په داسې حال کې چې کرکټ بورډ تېره میاشت د لوبغاړو د غوراوي لپاره نوې سیستم وړاندې کړ، چې له مخې به یې لوبغاړي یوازې د کارکردګۍ پر اساس لوبډلو ته ټاکل کیږي.

د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د یاد سیستم په اړه ویلي، «د لوبغاړو په غوراوي کې د لا ‌‌‌‌‌‌ډېر شفافیت راوستلو په موخه د لوبغاړو د مدیریت سېستم (Athlete Management System) رامنځته کړی چې د لوبغاړو د وړتیا ترڅنګ د بدن تناسب او ‌‌‌‌‌‌ډسیپلین به هم په همدې سېستم کې ثبتیږي».

د کرکټ بورډ په وینا، له دې وروسته به د افغانستان د ملي، نولس کلنې، ایمرجنګ او نورو لوبډلو ته د همدې سېستم په اساس لوبغاړي غوره کیږي

باید وویل شي چې اسدالله خان په ۲۰۱۹م کال کې هغه وخت د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي له لوري د اداري فساد او ناسمو پریکړو له کبله د اجرائیوي ریاست له دندې ګوښه کړی شوی و.

هغه مهال فضلي په ملي لوبډله کې د ناسمې کارکردګۍ، د لوبغاړو ترمنځ د بې اتفاقۍ خبرې او د نظم نه مراعتولو پر سر د درې غړو دندې ځنډولې وې چې اسدالله خان هم په کې شامل و.

له دندې ځنډولو وروسته اسد الله خان ګواښ کړی و چې د ملي او نړیوالو رسنیو پرمخ به د کرېکټ بورډ په اړه هغه رازونه چې له ده سره دي څرګند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx