
راشد خان د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې دوهم مقام ته ښکته شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د ملي لوبډلې نامتو توپ اچونکی راشد خان د کرکټ نړیوالې شوار د شل اوریزو سیالیو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې له لومړي څخه دوهم مقام ته ښکته شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا تازه د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان کړې، چې په شل اوریزو کې د سویلي افریقا سوکه توپ اچونکي «تبریز شمسي» لومړی مقام خپل کړی دی.
راشد خان په تېره نږدې کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې نوموړي په کې ۶ ویکټې اخیستې وې.
د سویلي افریقا تبریز شمسي د ۷۳۳ ریټینګ سره لومړی، راشد خان د ۷۱۹ ریټینګ سره دوهم او مجیب الرحمن چې د زمبابوې پر وړاندې سیریز کې نه و شامل شوی په پنځم مقام دی، خو نوموړی د یو ورځنیو توپ اچونکو په لیست کې لا هم دوهم مقام ساتلی دی.
بل لوري ته د ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي د شل اوریزو سیالیو آلراونډرانو په لیست کې لومړی، او د یو ورځنیو په آلراونډرانو کې له شکیب الحسن وروسته په دوهم مقام دی.
↗️ Batsmen Virat Kohli, Devon Conway move up
↗️ Adil Rashid climbs up one spot in bowlers rankingsThe weekly updates of the @MRFWorldwide ICC Men's T20I Player Rankings are out!
Full list: https://t.co/EdMBsm6zwM pic.twitter.com/IzroX6YUqT
— ICC (@ICC) March 24, 2021