نړۍ

سعودی پاچاعبدالله، شاهزاده نائف خپل ولیعهد وټاکه

.

دسعودي عربستان ولسمشر شاه عبدالله د پخواني ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز له مړینې ورسته دهیواد دکورنیو چارو وزیر او نائب لومړی وزیر شاهزاده نائف د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړ.شهزاده نائف دشاه عبدالله ورور او دسعودی دشاهي خاندان یو بااثر شخص دي چې په کال ۱۹۳۳ کی پیدا شوی دي. نوموړي په ۱۹۵۳ کې دریاض دوالي په توګه دنده ترسره کوله،

په کال ۱۹۷۰ کې د کورنیو چارو د وزارت دمعین په توګه او په ۱۹۷۴ کې د کورنیو چارو دوزیر په توګه غوره شو، او په ۲۰۰۹ کال کې یې د لمړی وزیر دمرستیال په توګه هم دنده ترسره کوله .نوموړي د حج او اوقافو درهبري شوری مشر هم وو.

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x