افغانستان

مشرانو جرګې د وکیلانو د خوندیتوب او حقونو قانون تر رايې اچونې مخکې رد کړ

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۳):  د مشرانو جرګې نن سه شنبه په عمومي ناسته کې د وکیلانو د خوندیتوب او حقونو قانون طرحه چې تر دې دمخه ولسي جرګې تصویب کړې وه، رده کړه.

د مشرانو جرګې غړي وايي چې د وکیلانو د خوندیتوب او حقونو قانون طرحه د دې وړ نه وه چې بحث پرې وشي او مخکې تر رایه اچونې د ددغه جرګې لخوا رد شوه.

تر دې دمخه ولسي جرګې په ډيره اسانۍ سره دغه قانون تصویب کړ. په دغه نوي قانون کې ولسي جرګې د وکیلانو لپاره یو لړ ځانګړي امتیازات په پام کې نېول شوي. په قانون کې راغلي وه  چې حکومت به د پارلمان غړو ته د دندو له پای ته رسېدو سره به دوه ساتونکي او د میاشتینۍ تنخوا څلورمه برخه ورکوي.

همدا راز که د وکیلانو دندې ختمې شوې هم وي، کولی شي چې په خپله سیاسي او کورنۍ يې د خدمت پاسپورټ ولري.

د وکیلانو د خوندیتوب او حقونو قانون طرحې په ټولنیزو پاڼو کې خلک پارولي او په مقابل کې يې د اعتراض په توګه د ولسي جرګې  په غړو سرې کرښې کاږلي. دوی د مشرانو له جرګې او ولسمشره غوښتل چې قانون تصویب او توشیح نه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close