افغانستان

پنټاګان: که بایډن امر وکړي، په کم وخت کې خپل پوځيان له افغانستانه ایستلی شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس ټول بهرني‌ ځواکونه باید د می میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي؛‌ پنټاګان وايي، د عسکرو د ایستلو لپاره بشپړ چمتووالی لري او په همدې تړاو د بایډن امر ته په تمه دي.

د پنټاګان ویاند «جان کربي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که بایډن د می میاشتې تر پیلېدو د عسکرو د بشپړې انخلاء امر وکړي، نو د پنټاګان نظامي چارواکي چمتو دی په ډېر کم وخت کې او په خوندي لاره خپل ټول عسکر له افغانستانه راوباسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «کله چې موږ له دفاع وزیر اسټین سره په کابل کې و، نو هغه وویل چې که له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو امر وشي، نو جنرال سکاټ میلر او جنرال مک کینزي به په ډېر لنډ وخت کې په منظمه او خوندي طریقه دا کار وکړي.»

د پنټاګان د ویاند پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او مریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت ولري‌ او ټول باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي.

د امریکا دفاع وزیر کابل ته د خپل تازه سفر په مهال ویلي وو، چې دی د عسکرو‌ د ایستلو او د توکو په وړلو کې تر بل هر چا ډېره تجربه لري.

ورته مهال د بایډن ادارې بیا د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې بیا ځلې ارزول پیل کړي دي‌ او داسې ګنګوسې شته چې نوموړی ښایي د شپږو میاشتو لپاره خپل نظامي حضور په افغانستان کې وغځوي.

بل لور ته طالبان بیا ټینګار لري، چې امریکا دې کړې توافقنامه عملي او په ټاکلې نېټه دې له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پنتاګن که د بایدن د قوماندی لاندی عمل کوی او بایدن د نظم نوین قوماندی ته انتظار باسی او نظم نوین د امارت اسلامی د استشهادی کنډکو قوماندی ته انتظار باسی. د یوی فیصله شوی موضع حل بیا او بیا محکمی ته اړه نه لری د ۲۰۲۰ کال فبروری ۲۹ تاریخ هر څه فیصله شوی لاسلیک شویو ملګرو ملتو او د امنیت شوری هم لاسلیک کړی تر دی بل قوت له الله غیره بل نشته ، که دغه ۱۴ میاشتی د دوی د وتلو د پاره بس نه وی هغه وخت به یی ویلی وو چه موږ ته ۱۸ میاشتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx