افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: امریکا هڅه کوي، افغانستان کې خپل پوځي حضور د څو میاشتو لپاره وغځوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۳۹۹ل):د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وإیي، امریکا  له طالبانو سره تاوده بحثونه پيل کړي دي، تر څو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د غځولو لپاره فرصت پیدا کړي او په عین حال کې خپل پوځيان د طالبانو له بریدونو هم خوندي وساتي.

کابلوف چې په مسکو کې يې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې امریکا له طالبانو سره بحثونه روان کړي تر څو د څو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د غځولو مسئله داسې  حل کړي، چې طالبان یې له دوحې توافقنامې سرغړونه ونه بولي او پر امریکایي عسکرو بریدونه ونکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، که بهرني عسکر د دوحې له تړون سره سم د می میاشتې تر پيلېدو له افغانستانه ونوځي، طالبانو ته به یو ښکاره دلیل په لاس ورشي، چې امریکا له دوحې  تړون سرغړونه کوي.

کابلوف ددې تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو په دوام او چټکتیا ټینګار  وکړ، په همدې لړ کې يې د مسکو ناسته مهمه وبلله او ادعاء يې وکړه چې د مسکو د ناستې په لړ کې صادره شوې اعلامیه ښایي د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د بنسټ حیثیت غوره کړي.

نوموړي ددې تر څنګ په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره وبلله او ټینګار یې  وکړ، چې روسیه، چین، امریکا، پاکستان او نور متحدین پوهېږي چې لنډ مهالی حکومت یوازینی انتخاب دی او له دې پرته بله لار نشته.

د کابلوف څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې له مخې بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري او ټول باید د اپریل میاشتې  تر پایه افغانستان پرېږدي.

ورته مهال د امریکا نوې ادارې د دوحې تړون د بیا ځلې کتلو پروسه پیل کړې او داسې راپورونه شته چې ښایي بایډن به په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د شپږ میاشتو لپاره نور هم وغځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالبان به کله هم دا کار ونکړی ، امریکا په یوه میاشت کی راغلی ، په دوه کلو کی له افغانستانه وتلی نه شی ولی؟ ځکه چه په شلو کلو کی یی د طالبانو جهادی قوت نه یواځی مات نه کړی لا پیاوړی شوی او د امریکا ، ناتو او غلامانو مقاومت یی د خاورو سره خاوری کړی . امریکا هڅی لری چه که امریکا نه وی غلامه اداره به هم نه وی، زموږ د جهادی مقاومت عمده هدف هم د اشغلګرو وتل او د هغه ابزار ( غلامه اداره ختمول او په ځآی یی خپلواکی تر لاسه کول او… نور لوستل »

Adam Khan

They are probably asking for more headache, when they extend the time for another six months Talib Jan, wake up. If you extent the time for another six months or even one month, you would be left another one year behind. Because you would be approaching cold winter again and that will also cause demotivation among your mujahids. Also, it would give more time to the Kabul admin to promote propaganda, wipe out Muslim scholars, bomb universities and schools. I am sure you know Nasaleh As a result, you have to take another 40 years to reorganize and start fighting… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx