شعـــــرونه

پۀ زړۀ مې را ورېږې بې درکه، مبارکه!

منصور درمان

پۀ زړۀ مې را ورېږې بې درکه، مبارکه!
جانانه! لۀ خوږې مینې نه ډکه، مبارکه!

زۀ ستا دراتلو لارو کې دلارې غوندې خور یم
لۀ ډېرې مو دې ورکه نادرکه! مبارکه!

درمل یې د رنځونو درمانګره طالب جانه!
لۀ نوم نه دې قربان شم مبارکه! مبارکه!

دجهل لۀ ګِردابه دې نړۍ ته نجات ورکړ
در ځار مې شه لتا پلار او ادکه مبارکه!

دګل پۀ څېر ځوانۍ مو درنه ځار کړې استقلاله!
راځه -راځه پخولا شه پۀ زړۀ کلکه! مبارکه!

د وخت د تور ترمل پۀ تور ټټر دې غشي خښ کړل
دبزم دصبا درڼا څرکه! مبارکه!

جانانه ، یوسف مخیه، د منصور درمان نګاره!
ترګل یې ښائسته، ترګل نازکه، مبارکه!
ـــــــــــــــــــــــــــ
1442/5/26 شنبه دهجرت مېنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx