شعـــــرونه

په وينو رنګ بهار/ فدامحمد نومير

فدامحمد نومير

څه غرض مې په اختر او په بهار دی
ورک زما چې په خپل کلي کې قرار دی

دښت، بيديا که سرو ګلونو ده نيولې
لاله ګل زما د وينو څه ګلنار دی

مست هاتيان چې له دنګ غرو څه راکوزيږي
دا زما د سورکو وينو خروښهار دی

د کوچيانو کډې نه خوځي هلمند ته
تور ليوه يې په ورشو کې پهره دار دی

تورې سترګې هوسۍ نسته غرو، رغو کې
هندوکش د سرو اورونو سور انګار دی

بلبلان د ګلو بڼ څه لري ګرځي
کرل شوي د ګل څنګ کې ورته خار دی

د بورا د حال به څوک وکړي پوښتنه
سور په وينو يې خاټول او لاله زار دی

پيغلې نه ټومبي رامبيل په تورو زلفو
خزان کړی يې سپرلی ورته اغيار دی

ها شين غاړی منګی مات سولو د نجونو
د ګدر پر غاړه پروت آفي ښامار دی

لکه زرکې چې قطار به تلې فصلو ته
لولپه يې په باروتو لوړ چنار دی

لاس تر غاړه به په څه ګرځي ګلبڼ کې
سور په وينو چې يې کور، کلی او ښار دی

يو نادان به دې بهار ته هوسيږي
نادان کله په سړيو کې په شمار دی

زه د هغه پسرلي په طمعه شپې کړم
چي نومير يې و راتلو ته انتظار دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx