نظــر

فاسده اداره او بې انګېزې مامور

ليکنه: سادات، ژباړه: م. ع. پ

انګېزه یا د موخې لرل او کاري خوځښت د دولتي او يا نادولتي مامور د ورځنيو مسؤليتونو د مخکې تګ له مهمو عواملو څخه دي او د مديريت په بحثونو کې هم د ادارې د برياليتوب لپاره انګېزه مهم رول لري. د کارکوونکي لپاره د انګېزې او موخې نه لرل، د هڅونې نشتون او ناڅرګند راتلونکی يوه اداره له ناکامۍ سره مخ کولی شي. په يوه اداره کې غيرمسلکي، غيرقانوني او سليقه ‌يي ګمارنې د سلهاوو موخه لرونکو، زړه‌ سواندو او پروګرام لرونکو مامورينو انګېزه له منځه وړلی شي. د رهبرۍ له اړخه يوه کمزورې او ناکاره اداره يوې ماتې بېړۍ ته ورته ده چې هره شېبه له خطر او ګواښ سره مخامخ وي.

محمد اشرف غني په خپل «د ناکامو دولتونو جوړول» کتاب کې بنسټ جوړونه او د بنسټونو اغېزناکتوب د دولتونو د بريالي کېدو لار ګڼلې ده، دا په داسې حال کې ده چې د حکومتولۍ کارنامه يې ښيي چې نوموړي پر ادارې او بنسټ جوړونې هېڅ ډول باور نه دی لرلی.

بنسټ جوړونه د تېرو شلو کلونو يوه لاسته ‌راوړنه ګڼل کېږي، خو بنسټ يا اداره په اساسي او معنی لرونکې بڼه جوړه نه شوه؛ ځکه چې د حکومتي مشرانو په بنسټ او بروکراسۍ باور یې باور نه درلود او ترټولو لويې ادارې او بنسټونه ترټولو ناکامه او کمزورو وګړو ته وسپارل شول. په تېرو ۷ کلونو کې او د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د ادارو او وزارتونو مسؤلیتونه ترټولو کمزورو او غير مسلکي کسانو ته وسپارل شول چې پايله يې په ادارو کې په منځنۍ او ټيټه کچه د انګېزې نشتون او د بنستونو نه کارندوالی دی.

په ادارو کې غيرشفافې ګمارنې او په دې برخه کې سليقوي او سیاسي چلند تقريبا د ټولو ادارو مامورين بې انګېزې او بې موخې کړي دي. په دې وروستيو کې په پوهنې او ماليې وزارتونو کې اړو دوړ له هغه حقيقته پرده پورته کوي چې ولسمشر د وړتیا او تخصص پرځای وفادارۍ او سياسي ژمنتيا ته ارزښت ورکوي.

ډېری وزيران، سفيران او واليان د يوه ټيټ بست لرونکي مامور د چارو د مخته وړلو وړتيا نه لري او په سلهاوو انګېزه او تجربه لرونکي کارکوونکي داسې وضعيت ته په کتو سره بې انګېزې شوي او ظرفيت يې ورځ په ورځ ضايع کېږي.

اوسمهال وزارتونه او ادارې په سیاسي لاملونو، سليقوي چلندونو او بې ډوله ګمارنو د اغېزناکتوب او کاري پايلو له اړخه په ترټولو ټيته کچه کې دي او مامورين د کدري عدالت نشتون او د معاشونو په ورکړه کې د برابرۍ د نشتوالي او د ناڅرګند کاري راتلونکې له امله د خپلو مسؤليتو د ادا کولو پرځای پر ټولنيزو رسنيو بوخت دي او په يوټيوب کې فلمونه ګوري او د ادارو اړتياو ته په سمه توګه پاملرنه نه کوي.

وزيران او مرستيالان یې هم خپل فعاليتونه د ناڅرګندو او بې محتوا ليدنو له لارې نندارې ته وړاندې کوي. د غوړه مالۍ چاپېريال پر ټولو ادارو سیوری غوړولی او که يو څوک غواړي د يوې ادارې لوړ بست او يا هم مشري په لاس کې واخلي هڅه کوي چې د غوړه مالۍ هنر کې خپله وړتيا ثابته کړي.

پخوا د انسانانو وجدانونه ويښ ؤ او له ادارو او بنسټونو سره د ماشومانو په څېر چلند نه کېده او د شرايطو نه لرونکي وګړي به اخلاقا د لوړې څوکۍ مسؤلیت نه مانه، خو اوسمهال د مهمو او لويو بنسټونو مشري ترټولو کم لوستو کسانو ته سپارل کېږي.

حکومتي چارواکي ټول وضعيت ته په کتو سره له بده مرغه له ادارو سره سليقوي او داسې چلند کوي چې ګواکي ادارې او بنسټونه د دوی مال او پلرنی ميراث دی او هېڅوک نه شي کولی په دې هکله پوښتنه او نيوکه هم وکړي.

د افغانستان حکومت د ادارو او بنسټونو جوړښت يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي، خو مهمې څوکۍ فاسدو، نالايقه، بې ژمنو او غيرمسلکي کسانو ته سپارل کېږي. د يوه بنسټ مديريت کول يوازې د څلورو دېوالونو، څو مېزونو او دوسيې مديريت نه دی، بلکې د يوې ادارې د چارو مخته وړل مسلکيتوب، ښه چلند، د تجربې لرل او په ټول کې له کارکوونکو په ښه توګه ګټه پورته کول دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لاروی
Adam Khan

CHI MASHAR GHAL KASHAR GHAL SHI

DAA DA GHLAH DA GHLA BA CHOK TAPOS KAWEENA

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx