شعـــــرونه

نن بیا روح د کمال خان په خندا شین شو/خالقيار

خالقياراحمدزی

نن بیا روح د کمال خان په خندا شین شو
چې څپې د خوږ بهار شوې، ګلورین شو

مست هلمنده، تر نیمروزه په ناز تیر شه
ایرانی اخوند دې بیا په زړه کې خوړین شو

ګران هیواده تا به هسک په ټول جهان کړم
چې درخلاص مونږ له ګټلو د خپل دین شو

خدایه! ته مو هر دښمن ته سکندر کړې
تیریګرو ته چې جوړ یو ستر ناورین شو

سوکالي هم راروانه، آبادي به درته راوړو
چې په خپلو کې خواږه شو، نازنین شو

له سپین غره ترپامیره، له آمو، بیا تر کونړه
هره تیږه دې طلا ده، هریو څاڅکی دې ګبین شو

دغه زړه مې چې هوا کا،ګران وطن په جوړیدو ده
خالقیاره غیږه راکړه،چې نورخپل شو او سنګین شو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالقیار

مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx