ټولنیزه برخه

د حجاب د له منځه وړلو لپاره د نوال سعداوي هڅې

لیکوال: ادهم شرقاوي
‌ژباړه: خدیجه وردګ

له نوال سعداوي څخه پوښتنه وشوه چې د همجنس ګرایۍ په اړه څه نظر لري؟ هغې وویل: شخصي آزادي ده. د حجاب په اړه وپوښتل شوه، ویې ویل: وروسته تګ دی.

نوال هغه مېرمن ده که څوک یې نه پېژني نه دې خفه کېږي ځکه د هغې پېژندنه داسې علم دی چې ګټه نه لري او داسې جهل دی چې تاوان پکې نشته.

چا چې نه د هغې نوم اورېدلی او نه د هغې په اړه معلومات لري نو د هغې د پېژندنې په اړه دې پلټنه نه کوي او څوک یې چې ښه پېژني نو په دې کې شک نشته چې هغه به خامخا د حجاب او ځان پټولو په فکر کې کېږي حتی که سړی هم وي.

د پانګه والۍ نظام چې وروسته یې لبرالېزم هم رامنځته کړ؛ په مطلقه آزادۍ باندې بنا شوی دی، په داسې حال کې چې کمونېزم په مساواتو باندې باور لري مګر اسلام په عدالت باندې قایم دی. د ټولنپوهنې عالمان له ابن خلدون نیولې تر ایمیل دورکایم پورې، ټول یې په دې باور دي چې په هېڅ بشري ټولنه کې مطلقه آزادي شتون نه لري او غرب له خپل اساسي قانون، محکمو، پولیسو او زندانونو سره زمونږ په مخ کې ولاړ دی، سمه ده چې دا هر څه د هرې ټولنې لپاره ضروري دي مګر باید د دلیل لپاره دا ومنو چې  ستاسو لیبرالېزم په بشپړ ډول خپلواک دی! مونږ به ستاسو سره په هغه څه حساب کتاب وکړو چې تاسو باور پرې لری مګر په کوم منطق سره همجنس ګرایي شخصي آزادي او حجاب وروسته تګ بلل کېږي؟

دا هر څه داسې معنا لري لکه تاسو چې آزادۍ ته هغه وخت اجازه ورکوی چې ستاسو هوا او هوس وغواړي، یا په بل تعبیر چې آزاد اوسه مګر لکه څنګه چې زه غواړم!

ستاسو تر منځ یوه با حجابه نجلۍ نشته نو ولې د هغه څه د ایستلو لپاره چیغې وهی چې هغه مخکې له مخکې ایستل شوی؟! او که تاسو هر څومره بربنډوالی وغواړی، هېڅوک پر تاسو نیوکه نه کوي، نو اې کینه کښو مېرمنو آرامې شئ! اسلام داسې دین نه دی چې د ښځو لپاره حجابونه وګنډي بلکه اسلام د اخلاقو، پاک لمنۍ او ستر دین دی، په اسلام کې مؤمنې مېرمنې په دې باندې راضي دي چې د خپل عفت او پاک لمنۍ د ساتلو په اندازه حجاب وکړي او اسلام ښځو ته د دوی مطابق آزادي ورکړې ده.  هو،  دغه آزادي هغه وخت راتلی شي چې انسان خپل ځان د الله تعالی بنده وبولي!

هغه غرب په پام کې ونیسئ چې تاسو یې د خپل فکر په شیدو باندې را لوی کړي یاست! هغه خلاباز، ډاکټر، انجینر، پښ، نجار، د کور مېرمن او یا د هوا او  هوس پلورونکې ته وګورئ چې کله کلیسا ته ننوځي او د حضرت مریم علیه السلام تصویر ګوري نو آیا د هغې پټ مخ او حجاب دوی ته وروسته والی معلومېږي که د هغې احترام او تعظیم ؟

که تاسو په دې باور یاست چې د غرب د پرمختګ راز په دې کې دی چې له ښځو یې حجاب او پرده لیرې کړي نو تاسو په غلطه روانې یاست! غرب ځکه پرمختګ وکړ چې جهالت یې له منځه یووړ! او د جهالت اوج په دې کې دی چې انسان په دې باور ولري چې د ښځې په سر پړونی په پرمختګ یا وروسته تګ باندې دلالت کوي! تاسو په دې نه پوهېږی چې ځينې وخت کېدی شي انسان جاهل وي سره له دې چې هغه به د دکتورا سند لري!

هغه وخت چې زمونږ خلیفه به د آسمان ورېځو ته ویل چې هر چېرته چې اورېږی واورېږئ! هماغه وخت زمونږ ټولې مېرمنې په حجاب او پرده کې پټې وې! مګر غرب وپوهېد چې کلکې کلاګانې هغه وخت نړېږي چې له منځ څخه تخریب شي نو له همدې امله یې ستاسو په تخریبولو پیل وکړ…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx