افغانستان

هوايي او توپچي بریدونو په بلخ او بغلان کې ۵ تنه ملکیان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۰ل): د دولتي عسکرو لخوا په بلخ او بغلان ولایتونو کې د تازه ترسره شوو توپچي او هوايي بریدونو پایله کې لږ تر لږه د ۵ تنو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو تیره شپه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ «تاجکانو» سیمو کې د ولسي خلکو په کورونو هوايي برید کې ۲ تنه ولسي خلک په «شهادت» رسولي دي.

له بل پلوه د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې بیا د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې هم ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اووښتي دي.

د ځايي خلکو په خبره پرون شپه د پلخمري ولسوالۍ په «بالادوري» سیمه کې د دولتي عسکرو لخوا د ډیسي توپونو په برید کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او لږ تر لږه ۳ تنه ولسي وګړي«شهیدان» شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې تردې وړاندې هم د کندهار، زابل، ننګرهار، فراه، هرات او بغلان په شمول ګڼو ولایاتو کې د ورته بریدونو له امله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x