افغانستاند سولې څار

بایډن غواړي افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي عسکرو پاتې کېدو په اړه د طالبانو رضایت ترلاسه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا متحدو ایالاتو په کانګرس د دیموکرات ګوند مخکښ استازی وايي، چې بایډن غواړي له مئ میاشتې وروسته افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه د طالبانو رضایت ترلاسه کړي.

د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر ادم سمیټ ، چې د امریکا ولسمشر د افغان سولې په اړه تازه څرګندونې کړي، کوم چې د ټرمپ له ادارې څخه ورته په میراث پاتې دی.

د افغان سولې په اړه د بایډن د تازه څرګندونو په هکله سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو بې خبري ښودلې؛ خو امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې بایډن لاهم د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې څخه د وروستي عسکر د ایستلو نهايي پرېکړه نه ده کړې.

د آنلاین بهرنۍ پالیسۍ مجلې غونډې ته په خطاب کې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر ادم سمیت ویلي، چې هغه د ملي امنیت سلاکار جیک سیلوان او دفاع وزیر لوډ آسټین سره د عسکرو د وتلو په موضوع خبرې کړي دي.

سمیت وايي: «یو عمومي احساس موجود دی، چې د لوجستیک له پلوه د مئ اوله نیټه ډیر وختي دی، مونږ به خپل ۳۵۰۰ عسکر راوباسو؛ خو زمونږ متحدین چې افغانستان کې ۷۰۰۰ عسکر لري، دا به ناممکنه وي چې په شپږو اونیو کې ۱۰۰۰۰ عسکر راوویستل شي.»

نوموړی زیاتوي، امریکايي اداره دنده لري چې طالبانو سره خبرې وکړي، ترڅو د امریکا متحدو ایالاتو تر قوماندې لاندې بهرنیو عسکرو ته د لږ زیات وخت پاتې کېدو لپاره اجازه ورکړي.

هغه له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د بشپړ وتلو په اړه د طالبانو دریځ ته په اشارې وویل، که طالبان بیا هم په خپل دریځ ټینګ پاتې کیږي؛ خو زه فکر نه کوم چې مونږ ته په افغانستان کې د تروریزم ضد محدود شمېر ځواکونو له پاتې کېدو څخه پرته بل غوراوی موجود وي.

د سمیت په باور هغه څه چې د بایډن اداره غواړي د مئ د اولې نیټې په اړه خبرې وکړي او بیا دا انتخاب وپلټي چې آیا طالبانو  د امریکايي عسکرو په هکله خپل نظر بدل کړی که نه؟

په کانګریس کې د دیموکرات ګوند استازی او د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر په دې اړه وايي: «فکر نه کوم چې طالبان دې د امریکايي عسکرو په اړه خپل دریځ کې بدلون راولي؛ خو دا هم څرګنده ده چې د داعش پرضد د امریکايي عسکرو هوايي بمبار طالبانو سره مرستندوی ثابتېدلای شي، که چیرې طالبان دغه وړاندیز ومني.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه داعش سره د مبارزې په پلمه د مئ له اولې نیټې وروسته د محدود شمېر امریکايي عسکرو پاتې کېدل په داسې حال کې غواړي، که چیرته طالبان ورسره موافقه وکړي؛ خو د طالبانو د نه موافقې په صورت کې بیا امریکایان مجبوره دي چې خپل ټول عسکر په ټاکلې نیټه له افغانستانه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وار دمخه خبرداری ورکړی، که چیرته امریکايي عسکر د دوحې تړون مطابق له افغانستان ونه وزي، نو له ټاکلې نیټې وروسته به ددوی له غبرګون سره مخ شي، چې په خبره یې مسئولیت به یې بیا د امریکا د متحدو ایالاتو پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

 يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَٱلۡمُنَٰفِقِينَۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمٗا.سوره الاحزاب آیات -۱ اے نبی! ویریږه دالله څخه فرمان برداری مکوه دکفارواومنافقینوبیشکه الله دۍ پوه دحکمت والا. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَن يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ( 4 ) حشر – الآية 4 داځکه چه دوی مخالفت وکړۍ دالله اودده درسول نوڅوک چه مخالفت کوی دالله نوبیشکه الله سخت عذاب ورکوونکۍ دۍ. که طالبان وروڼه دکفارودکومک طمع کوی ندی کوی ،الله فرمایی:څوک چه له مابیریږله هغه ځایه به رزق ورکم چه دده به فهم هغه ته نه وی،وروڼوپرقرآنکریم عمل وکۍ وګورۍ دالله کامیابی… نور لوستل »

Adam Khan

A COPY FROM BBC SITE

د جو بایډن حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې له افغانستان د ځواکونو وتلو نېټې په هکله پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په خبره، د جو بایډن حکومت افغانستان کې له داعش سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پاتېدلو لپاره له طالبانو سره تړون ته رسېدل ارزوي.

TALIB JAN
IT IS NOT AGAINST DAISH, IT IS AGAINST THE AFGHAN NATION AND IT IS AGAINST THE ISLAMIC EMIRATES OF AFGHANISTAN

WHO ORGANISED DAISH IN THE MIDDLE EAST AND THEN WHO TRANSFERED DAISH TO AFGHANISTAN

جمیل

د بایډن دا ارمان به تر سره نه سی
د یوه بهرنی عسکر په شتون کی افغانستان اشغال دی

الحاج استاذ بیانزی

کشکی زما دا تبصره بایدن، سمیت ، استین او داسی نورو ته ورسیږی: په هر صورت: افغان مجاهدین د دوستانو سره په دوستی او دشمنانو سره په دوستی پوهیږو څرنګه چلند ورسره وکړو دا ځکه چه مونږ افغانان او مسلمانان یو نو ښه انسانان یو. امریکایان، اروپایان او نور استعماری کفری قدرتو ته د مظلوم بشریت استثمارول سره کرشه او ستراتیژیک هدف دی ګټی او تاوانونه یی د په ارستعماری ګټو پوری تړلی لری نو بد انسانان یا مجرمین دی د مجرمینو د سمون د پاره مکافات نه د مجازاتو اړه ده چه هم له دوی ښه انسانان جوړ او… نور لوستل »

محمد عبدالله

{د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه داعش سره د مبارزې په پلمه د مئ له اولې نیټې وروسته د محدود شمېر امریکايي عسکرو پاتې کېدل په داسې حال کې غواړي، که چیرته طالبان ورسره موافقه وکړي}
افغانستان د اشرف يا د مشرف جايداد نده چى امريكيانو سره موافقه وكرى او د امريكايانو د پاتى كيدلو لپاره جواز وى . هر سوك چى پردى عسكر ته په افغانستان كى د يوى ورزى امن هم وركوى يا كمك ترى اخلى او يا يى طرحى عملى كوى هغه خائن ده او دا به تاريخ ليكى .

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
بایدن واضح وویل چی افغانستان نه کاملا ووځی.‌ نو خبری ختمه شو باذن الله. ان شآءالله خا مخا به ووځی او باید هم چی ټول ووځی. الله اکبر و توکل علیه. ورونو د الله سبحانه و تعالی ډیر کوی، ځکه چی همدا د رب سبحانه و تعالی فرمان دی چی د حق او باطل په معرکه کی ثابت قدم پاتی شی او د الله ذکر ډیر کوی. الله اکبر و لله الحمد

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x