شعـــــرونه

غونډې،منډې اوبۀ/ سپين کوچی

سپين کوچی

څپه،څپه؛ اوړي را اوړي ، غونډې،منډې اوبۀ
د کمال خان، د بند پۀ لپه کې، را غونډې اوبۀ

نه،نه ستا د ښتې بۀ وطنه؛ نورې جل نۀ وهي
نور بۀ دې نۀ وهي پردي مالت ته منډې اوبۀ

ساه یې ورکړې، خو بیا هم ورته نیولي یې دي
پۀ تنکۍ لپه کې شهید ارمان ته کونډې اوبۀ

څپه ، څپه کۀ پر کاسوو د صبر پورته شولې
ډېرې کیسې بۀ د حالاتو کړي ، بربنډې اوبۀ

بیا یې تۀ سیال کړه د ځولۍ،ځولۍ ښائیست کوچیه!
کۀ کړي لمدې مې د هېواد د ټیکري څنډې اوبۀ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx