افغانستان

په ارګون کې زورورې چاودنې درنه مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا(سې شنبه، د چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې نن تر غرمې مخکې درنه چاودنې شوې، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عيني شاهدان وايي، چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د لس نيمو بجو په شاوخوا  کې د ارګون ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

 يوه عيني  وويل ، چې تر چاودنې وروسته هر لوري ته مړي او ټپيان پراته وو.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې تر ٤٠ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د بازار ډېره برخه ويجاړه شوې ده.

د ارګون ولسوال معلم رضا پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې چاودنه د مو‌ټرو په يوه سراى کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ٢٤ تنه وژل شوي او تر ٤٠ پورې ټپيان دي .

د نوموړي په وينا، ښايي د پېښي ډېری قربانیان ملکي وګړي وي، ځکه چې په سراى کې ولاړ يوه موټر کې چاودنه شوې ، چې له امله يې په سيمه کې ګڼ شمېر نور سرايونه هم نړيدلي او لسګونه خلک تر خاورو او اوسپنو لاندې شوي دي.

د پېښي په تړاو نور جزیات تر دې مهاله نه دي ورکول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x