افغانستان

ملي امنیت  په خوست ښار کې یو دیني عالم له نیولو وروسته «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په مرکز کې د ملي امنیت ځواکونو د مولوي ګل آغا په نوم یو دیني عالم له نیولو وروسته «شهید» کړی دی.

مولوي ګل آغا د خوست ولایت دوه مندې ولسوالۍ د «سیدخیلو» کلي اوسېدونکی ؤ، چې پرون د چهارشنبې په ورځ خوست ښار ته په سودا پسې تللی ؤ او د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو.

د نوموړي خپلوان او ځايي خلک وايي، مولوي ګل آغا یو بې ګناه انسان ؤ، د خپل کلي په مدرسه کې کوچنیانو ته دیني سبقونه ښودل؛ خو دولتي عسکرو یوازې په دې تور نیولی، چې ورور یې طالبانو سره کار کوي.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې مولوي ګل آغا د کمپاین عسکرو لخوا لومړی بندي شوی او بیا یې شکنجه شوی جسد د خوست صحرا باغ ته څېرمه په لویه لاره غورځول شوی دی.

په خوست او شاوخوا ولایتونو کې د ملي امنیت او کمپاین عسکرو لخوا له محکمې پرته وژل او ترور یو معمول ګرځېدلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین عسکر او ملي امنیت په خوست او لویې پکتیا کې د ولسي مخورو او دیني عالمانو «ترور» کوي بلکې تردې وړاندې هم یادو عسکرو د ملکیانو پرضد ورته بریدونه ترسره کړي دي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

INNA LELLAHI WA INNA ILAIHI RAJEAOON

طوطی

ملا صیب دی الله مغفرت کړی هاخوا په پکتیا کی بیا یو د ملی امنیت پخوانی کس چی اوس یی وظیفه نه درلوده له ښاره تښتول شوی او بیا په بی رحمانه توګه وژل شوی. د ځوان مور چی کله خبریږی نو هغه بیچاره هم د زړه د حملی له وجی مړه کیږی. دا هغه غیر اسلامی اعمال دی چی اسلام ناخبره یی د جهاد او د دفاع په نوم عملی کوی. الله مونږه د دواړو طرفو نه په خیر خلاص کړی او دی وطن کی دی الله سوله راولی.

طوطی

دا مړی ته لنګی، خولی یا پکول په سر کول څه بدعت ندی؟ افغانان غواړی چی آخرت که هم یو بل سره په تضاد کی ووسی. خو طالبان به هلته هم خلکو ته ویی چی سر د لوڅ دی، ږیره دی لنډه ده.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x