نظــر

د اخوان المسلمین له وجوده د ترکیې دیپلوماتیکه ګټه

لمر شرفزوی

په مصر کې د محمد مرسي په مشرۍ د اخوان المسلمین د حکومت له ړنګېدو وروسته ترکیه هغه هېواد و، چې د اخوان المسلمین مشرانو ته یې د پناه ورکولو لپاره سینه وډبوله. که څه هم ددې کار لامل د ترکیې د ولسمشر او واکمن ګوند اسلام ته ورنېږدې کېدونکې پالیسي وه او غوښتل یې د دغه اسلامپال خوځښت د مشرانو لپاره یوه سر پناه شي، خو دویم لامل په مصر کې د حسن مبارک له حکومت سره د ترکیې پیکه اړیکې هم وې.

ترکیه پوهېده، چې په مصر کې د حسن مبارک د پلویانو د بیا حکومت راتګ به د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې بېرته یو نیم کال شاته وخت ته ور وګرځوي، نو ځکه یې د اخوان المسلمین مشرانو او فعالانو ته په خپله غېږه کې ځای ورکړ. له دې وړاندې د حسن مبارک د حکومت په وروستیو کې د اخوان المسلمین پر غړو دومره نړۍ نه وه تنګه شوې لکه څومره چې عبدالفتاح السیسي پرې تنګه کړه. ترکیې له همدغې فرصت څخه په ګټه تر کومه چې شونې وه د اخوان المسلمین مشرانو ته پوره اجازه ورکړه، چې د دوی خاورې ته ورشي او د مصر د حکومت پر ضد د عامه افکارو د خپلولو او د رسنیو له لارې د عبدالفتاح السیسي د غندلو لپاره پراخ کار وکړي. د اخوان المسلین فعالانو هم د ترکیې له خاورې په استفاده د مصر د موجوده حکومت پر ضد د رسنیو له لارې عامه افکارو ته خپله خبره او نظریات رسول پیل کړل او دا لړۍ یې په پوره شدت اوه کاله روانه وساتله. د ترکیې او اخوان المسلمین د نېږدې کولو په بهیر کې لکه مخکې چې مو وویل د اسلامپالنې یو څه څرک و، خو د دواړو یارانه لکه څنګه یې چې ترکیې ادعا کوله؛ د بشپړ اسلامي خلوص پر لیکه نه وه روانه، نو ځکه یې اخوان المسلمین ته د پای نقطه له ورایه تاریکه لیدل کېده.

د ترکیې له خاورې د اخوان المسلمین د مشرانو همدغه اوه کلن فعالیت مصر دېته اړ کړ، چې له ترکیې سره خبرو ته کیني او ترکیې ته د ځینو امتیازاتو په منلو په ترکیه دا ومني، چې د اخوان المسلمین د مشرانو او فعالانو خولې وربندې کړي.
ترکیې چې د سیاسي لرلیدنې له مخې د همدې هدف لپاره د اخوان المسلمین مشرانو او فعالانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و او غوښتل یې له دغې لارې مصر دېته اړ کړي، چې له ترکیې سره به د حسن مبارک د حکومت په څېر چلند نه کوي؛ اوس يې تازه له مصر سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه والي په موخه منلې، چې د اخوان المسلمین خولې ته به نور قلف اچوي او د دوی له خاورې به د مصر د حکومت پر ضد منفي تبلیغ نه کوي.

دا چې په دې شپو کې د مصر او ترکیې اړیکې یو ځل بیا په ښه کېدو دي، نو ځکه د ترکيې حکومت په ترکیه کې د اخوان المسلمین مېشتو مشرانو او فعالانو ته ویلي، چې د دوی خاوره دې د مصر پر ضد نه کاروي او خوله دې نوره بنده نیسي.

د اخوان المسلمین مشرانو او فعالانو چې ترکیه د ځان لپاره دویم کور بللی و، اوس په دې فکر کې دي، چې که د ترکیې مني او د مصر د حکومت پر ضد خوله چپه نیسي، نو له دوی سره د مصر د حکومت له لوري پر شویو ظلمونو خوله بنده نیول به د دوی د مبارزې په مخکې بوولو کې نیمګړتیا رامنځ ته کړي او که چېرې د ترکیې له خاورې د مصر پر ضد خپلې رسنۍ فعالې ساتي او مبارزې ته دوام ورکوي، نو د ترکیې د حکومت له غبرګون سره به مخ کېږي. که څه هم په ترکیه کې د اخوان المسلمین مېشتو مشرانو پرېکړه کړې، چې د ترکیې به مني او تر هغو چې د مصر او ترکیې ترمنځ د اړیکو د لړۍ وروستۍ پایله نه وي راوتلې، نو د ترکیې له خاورې به د مصر پر ضد مبارزه نه کوي، خو اخوان المسلمین له دې سره سره اوس په دې لټه کې هم دی، چې د خپل رسنیز فعالیت لپاره کوم بل مصئون کور ولټوي.
که کوم بل اسلامي هېواد یې د ځان لپاره انتخابولی، نو دومره به د خپګان خبره نه وای، خو د اخوان المسلمین د فعالانو له تازه څرګندونو داسې بریښي، چې دوی به برتانیا او یا کوم بل اروپایي هېواد ته پناه یوسي، دا ځکه چې کوم اسلامي هېواد دوی ته غېږه نه خلاصوي.
د اخوان المسلمین سیاسي دریځونه پر خپل ځای، خو له دغسې یو حالت سره مخ کېدل یې زړونو ته درد ورکوي. کاش ترکیې یې له وجود څخه سیاسي استفاده نه وای کړې او لکه څنګه یې چې ښوده په همغسې اسلامپالنه یې ورسره تعامل روان ساتلی وای او د اروپایي هېوادونو غېږې ته د پناه وړلو ته یې نه وای اړ کړي.

اروپایي هېوادونه به هم د اخوان المسلمین له وجوده پر مصر د سیاسي فشارونو د راوړلو استفاده وکړي او هم به نړۍ ته اخوان المسلمین هغسې معرفي شي لکه څنګه چې جمال عبدالناصر او انور سادات ورمعرفي کړی و. څوک به د اخوان المسلمین د نن ورځې مایوسي او بې کسي نه ويني، خو د جمال عبدالناصر غږ به بدرګه کوي، چې «اخوان المسلمین انګریزانو رامنځ ته کړي او د انګریزانو د ګټو لپاره کار کوي».

لمر شرفزوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسلام لوی دښمنان کفاراووهابی عرب دی چه انګریزانوجوړکړی دی الله په قرآنکریم کی فرمایی:دیهودواونصار اراوودوستی مکوۍ څوک چه له تاسوڅخه دیهودواونصاراوودوستی کوی ددوی له جملی دی آیادسعودی حکومت چه ۱۲ملیارده ډالردحج اوعمروڅخه دکاله حاصلوی وکفاروته یی نه ورکوی آیاددغوکفارودجملوندی،عربی عماراتواوسعودی دری دری ملیارده ډالروالسیسی کمونست لادینه حکومت ته ورنکړل تاسوورسي وګوری عربی عمارات دکفارودعیاشیومرکزونه نه دی دی ته وایی مسلمانان لعنت دی پرداسی مسلمانانوسی طویت اردوان داسلا می اتحادیی کوښښ وکۍ دانګریزانوایجنت عمران دکوالالمپوسومیټ نکۍ مات ترکیه بهترین اسلامی نظام لری ولی کم اسلامی ملک یی ملګری نکوی،داخوان المسلمین دناکامۍ سبب وهابی عیاش عرب اوکفاردی ترکیه خویو اسلامی حکومت دۍ… نور لوستل »

طاهر ثابت

وروڼه باید داردوګان او اخوان المسلمین سخت شرایط په نظر کی ولری. غربیان اوردګان ته په کمین کی پراته دی او غواړی ترکیه دغربیانو مخه ونه نیسی. دغرب مزدوران په عربی نړی کی او اسرائیل همدا داوردګان حکومت منزوی کوی. نو داخوانیانو په سر باید ترکیه خرابه نسی. دلمر لیکنه دیو محدود چاپیریال انعکاس لری او په دی خاطر عمیق ندی. داسی خبری دمسلمانانو په مینځ کی اختلاف ته لیاره اواروی چه باید په اوسنی شرایطو تری مخ واړول سی. ټول اخوانیان په ترکیه کی ندی. که هر فعالیت کوی هغه له بله ځایه هم کولی سی. سوریه او عراق… نور لوستل »

ګل احمد

,ویل کیږي چي د خوړو پر یوه دوکان د خانانو سخت رش وو خواړه یې ځني وړل. یوفقیر یتیم ماشوم وږی ولاړ د خوړو ننداره یې کول. په دې خانانو کي د یوه ورته فهم سو او یو څه خواړه یې و دې ماشوم ته هم وررانیول. نیت یې چا ته نه څرګندیده چي ده ولي دا کار وکړ. خو هغه پاته بې وجدانه خانانو او د هغوئ لویالیسټو نوکرانو نعرې پیل کړې چي دا خان د ددې ماشوم څخه د سوء استفادې نیت لري او ځینو په دې بې وجدانو کي داسي هم وه چي و دې خان ته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx