ټولنیزه برخه

“سبا زه جومات ته نه راځم”

‏حامد افغان
یوه سړي د خپل جومات امام ته وویل: مولانا صاحب سبا زه جومات ته نه راځم، امام ورته وویل: څه وجه ده ولې نه راځې؟! سړي ورته وویل: ځکه نه راځم چې کله زه جومات ته راشم نو ګوروم څوک موبایلونو کې لګیا یي، څوک د دعا وخت کې هم په خواله رسنیو او میسنجر وغیره کې اخته یې، څوک غیبتونه کوي او داسې نور…

ملا امام صاحب ورته وویل: جومات ته د نه راتګ له پرېکړې مخکې زه یو کار درته ښیم هغه به وکړې، له هغه وروسته دې خوښه خپله. سړي ورته وویل سمه ده صیب، امام د جومات څنګ ته خپلې کوټې ته ننوت، له اوبو ډک ګیلاس یې راوړ او سړي ته یې ورکړ، ورته ویې ویل: دا ګیلاس واخله، جومات کې دننه دوه دری چکرونه ووهه، خو ګوره چې څاڅکی اوبه درنه تویه نه شي.

سړي ورته وویل: دا خو اسانه ده صیب ته راکړه ګیلاس، ګیلاس یې واخیست او جومات کې یې په ډېر اتیات دری چکرونه ووهل، بېرته ملا امام ته ورغی، په خوشالي یې ورته وویل: جومات کې مې دری چکرونه ووهل او یو څاڅکی اوبه هم رانه تویه نه شوې.

امام صاحب ورته وویل: دا راته ووایه چې کله تا دا چکرونه وهل په دې وخت کې دې څومره خلک په موبایلونو بوخت ولیدل، څومره دې په غیبت او چټې خبرو لګیا ولیدل او…؟ سړي ورته وویل: ملا صاحب زما ټوله توجه ګیلاس ته وه چې اوبه رانه تویه نه شي، د خلکو په کیسه کې نه وم او نه مې دېته توجه کولی شوی چې څوک څه کوي.

ملا صاحب ورته وویل: ښه، له دې وروسته چې کله جومات ته راځې ټوله توجه د الله لور ته کوه، کله چې ته یواځې د الله تعالی لپاره جومات ته راځې نو بیا به د هیچا پته درته ونه لګیږي چې څه کوي. ته جومات ته د الله د عبادت لپاره راځې او د الله په عبادت کې هغه ته کامل توجه لازمي ده، د اوبو ګیلاس ته له توجه زیاته. په دې صورت کې به هیڅ پته درته ونه لکیږي چې خلک څه کوي.

الله جل جلاله فرمایي د الله او رسول اطاعت کوئ او په اخلاص سره د الله عبادت کوئ، داسې نه وایي چې خلکو ته متوجه اوسئ چې فلان او علان څه کوي. الله سره به پخپل مخلصانه عبادت اړیکه ټینګوې، نه د خلکو په څارنه او کړنو. په دې خبرو سړی د ملا صاحب مخکې خجالت شو، مننه یې ورنه وکړه چې زما سترګې دې راخلاصې کړې، زه به له دې وروسته خلک پرېږدم، خپل لمانځه او عبادت ته به متوجه کیږم او په پوره مینه او اخلاص به یې کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x