ادبي لیکني

د عرفان کلتوري ټولنې لومړنۍ تعارفي ناسته ترسره شوه

عرفان کلتوري ټولنه د یوڅو دردمندو، مخلصو او بااحساسه ملګرو له لوري تأسیس سوې، دا یوه آزاده او خپلواکه ټولنه ده چې زموږ د کلتور او فرهنګ په برخه کې د بېلابېلو تشو ډکولو لپاره جوړه سوې ده.

يادې ټولنې د خپل فعاليت لپاره ډېر ستر او عالي اهداف غوره کړي دي چې ځیني یې په لاندې ډول دي.

۱ــ د بېلابیلو ادیبانو او لیکوالانو ملګرو راټولول،ترمنځ یې تعلق جوړول او د کار ملګري پر کار ګمارل.

۲ــ استعدادونه رابرسېرول او شته استعدادونو ته وده ورکول.

۳ــ له مستعدو کسانو سره تر خپله وسه مرسته کول او د کار زمینه ورته مساعدول.

۴ــ د ټولنیزو رسنیو له لاري د اسلام د مقدس دین داعیه پر مخ وړل،عقائد یې تشریح کول،پر دیني مسایلو بحث کول او له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع کول.

۴ــ په ژوندۍ بڼه(لایفونو کې) په مختلفو دیني،علمي،فرهنګي او سیاسي موضوګانو بحث کول.

۵ــ له اړتیا سره سم پر مختلفو مضامینو لیکنې او چاپي آثار خپرول او داسي نور…………

ددې ټولنې د احیاء او پرمختګ په پار تېره ورځ چهارشنبه(۲۵/۳/۲۰۲۱ ) ماسپښين څلور بجې یوه تعارفي غونډه ترسره سوه،په یاده غونډه کې بېلابیلو عالمانو،لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو ګډون درلود چې له جملې یې مولوي احمد تقي صاحب ،مفتي محمد عثمان احسان صاحب، مولوي رحمت الله نړیوال صاحب،مفتي عصمت الله برهان صاحب، مولوي مطیع الله صاحب ، مولوي رشید احمد انقیادي صاحب،مولوي عبدالولي خلیل صاحب ،مولوي احرار دریځوال صاحب،شهامت احمدزی، بشیر احمد بشردوست صاحب او ……

د غونډي پیل د محترم برهان صاحب له لوري د قرآن کریم په یوڅو مبارکو آیتونو سره وسو،بیا د مفتي صاحب محمد عثمان احسان له لوري ګډونوالو ته د عرفان کلتوري ټولنې تعارف،اهداف او د مخته تګ اجنډا بیان سوه ،وروسته له راغلو ملګرو څخه د یادې ټولنې او کار په هکله نظرونه واخیستل سول،چې پر ځینو یې پرېکړه وسوه او ځیني د بیا لپاره ثبت سول،په پای کې ټولو ملګرو د هماهنګۍ،اعتماد او خدمت ډاډ وړاندې کړ او غونډه د مفتي عصمت الله برهان صاحب په اختتامي دعا کولو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې ځینو هغه لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو فعال ملګرو چې د سفرونو او عاجل ضرورتونو لامله غونډې ته حاضر نه سول،د کار لپاره پوره چمتوالی څرګند کړ او د مجلس د ګډونوالو هرې پړېکړې ته لبیک ووایه.

عرفان کلتوري ټولنه به نژدې ورځو کې یوه بله ادبي ناسته وکړي او د پام وړ عملي ګامونه به پورته کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx