افغانستان

دولتي الوتکو په زابل کې یو «ټولنیز روغتیايي کلینیک» بمبار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په سیورې ولسوالۍ کې دولتي الوتکو یو روغتیايي مرکز بمبار او ویجاړ کړی دی.

دا پېښه پرون مازدیګر د سیورې ولسوالۍ مرکزي بازار کې دننه رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو د چهارشنبې په ورځ مازدیګر د سیورې ولسوالۍ بازار کې واقع «Community Health) Centre» په نوم روغتیايي کلینیک باندې هوايي برید کړی، چې له امله یې د یاد کلینیک یو عراده امبولانس او روغتیايي وسایل آلات ویجاړ شوي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبانو هم دغه پېښه تایید کړې او دا کار یې د کابل ادارې عسکرو «نه بښونکی» جنایت بللی دی.

دا په روان کال کې لومړنی روغتیايي مرکز دی چې د دولتي الوتکو لخوا بمبار او ویجاړیږي. د تیرې کب میاشتې په اوږدو کې دولتي ځواکونو له لسو زیات روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه ویجاړ کړي او یو شمېر نورو کې یې پوځي پوستې جوړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx