افغانستان

طالبان د ۳ میاشتیني «اورکم» په بدل کې د ۷ زرو بندیانو خلاصول غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس ته لږ وخت پاتې دی او د کابل حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، طالبانو په مشروط ډول د ۳ میاشتني اورکم طرحه امریکايي چارواکو ته سپارلې ده.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالبانو د درې میاشتني اورکم په بدل کې له امریکايي چارواکو د خپلو ۷ زرو بندیانو د خلاصون ترڅنګ غوښتنه کړې چې باید د ملګرو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه وه ایستل شي او هم د طالب مشرانو پر سرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جایزې نوملړ ختم کړل شي.

که څه هم امریکايي چارواکو د طالبانو دغې طرحې ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د امریکا د استازو په مجلس کې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر ادم سمیټ بیا وايي، چې د بایډن اداره لاهم د دوحې تړون مطابق له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو طرحې باندې کار کوي، چې تراوسه نهايي شوې نه ده.

د طالبانو رسمي ویاندویان چې نه غواړي د اورکم پر طرحه له موافقې وړاندې د هغې جزیات رسنیز کړي؛ خو ددې طرحې په عملي کېدو سره به امریکا مجبوره وي چې د دوحې د تړون مطابق د طالبانو ټول بندیان آزاد او په ټاکلې نیټه له افغانستانه ټول امریکايي عسکر وباسي.

په ورته مهال د طالبانو سرچینې وايي، د امریکا لخوا د طالبانو طرحې د نه منلو په صورت کې ښايي طالبان د سولې مذاکراتو څخه ووزي او د بهرنیو او افغان عسکرو په وړاندې خپل قوي تهاجمي عملیات پیل کړي، چې له دې سره به افغانستان د جګړې یو خونړي فصل ته داخل شي.

د روان کال پسرلي کې د طالبانو لخوا د پسرلني عملیاتو د ممکنه اعلان له ویرې د ناټو او امریکا چارواکي غواړي په هره بیه چې کیږي طالبان د سولې بهیر پرمخ بېولو ته وهڅوي، که څه هم د ناټو او امریکايي چارواکو ویره لانه ده ختمه شوې، مګر طالبانو د اورکم په بدل کې نوي شرایط وړاندې کړي، چې ددې شرایطو د پوره کولو لپاره امریکا د کابل په حکومت خپل فشارونه زیات کړي دي.

د کابل حکومت چې تردې وړاندې یې په طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتولو پړه اچوله، اوس د طالبانو له نوي وړاندیز سره په ډیر مشکل کې واقع شوی، د کابل حکومت مجبوره دی چې د درې میاشتني اورکم په بدل کې ۷ زره طالب بندیان آزاد کړي.

د شنونکو په باور د اوو زرو(۷۰۰۰) طالب زندانیانو آزادول ښايي په افغانستان کې د سولې پروسه قوي کړي او بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي، شنونکي د طالبانو لخوا د اورکم طرحه وړاندې کول یو سیاسي ابتکار بولي، چې د سولې په ټپه ولاړ بهیر د روانولو لپاره یو غوره اقدام بللی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ۵-۶ زرو په مقابل کی طالبانو څه وکړی چی د ۷ زرو په مقابل کی یی وکړی؟

احمدشاه

د ۵-۶ زرو بندایانو له بندی کیدو اوخلاسیدو وروسته خپل پر خبری ولاړخلګ وو او د دی ۷ زرو بندیانو خلاصیدو ورسته به هم پر خپلی خبری او تګ لارې ولاړ خلګ وی انشالله

امین زاهد نیازی

اشرف غنی باید د ملت لپاره قربانی ورکړی او په قدرت انحصار ونکړی که داکار وکړی دابه داشرف غنی دتاریخ لویه او نه جبرانیدونکی اشتباه وی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx