افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله: د ترکیې ناسته کې دې په اوربند توافق وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده د راتلونکې میلادي میاشتې «اپریل» په دوران کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې به تړاو ناسته راوبللل شي، پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په دې ناسته کې باید د بحثونو په ځای ډېر تمرکز د هوکړو په ترسره کېدو وشي.

عبدالله عبدالله له «انادوله» خبري اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ټیمونو په دوحه کې ډېرې ناستې کړې دي او ګڼ بحثونه یې تر منځ تبادله شوي دي، او سره له دې چې د دوحې پروسه به روانه وي؛ په ترکیه کې د لوړې کچې ناسته جوړېږي چې باید هوکړې ته د رسېدو لپاره پکې کار وشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې ټولې هوکړې کول او د افغانستان قضیه یوه اړخ ته کول به ډېر وخت وغواړي، خو د استانبول په ناسته کې باید د یو شمېر اصولو په تړاو توافق وشي او اوربند باید ددې توافقاتو برخه وي.

د عبدالله له قوله، د ترکیې په ناسته کې د لوړې کچې طالب چارواکي او د کابل حکومت استازي برخه اخلي او دی په تمه دی چې د حکومت او طالبانو تر منځ یوه توافقنامه هم لاسلیک شي.

د عبدالله له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې  مهال دي، چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو د لوړې کچې یوه ناسته راوبلل شي.

دغه ناسته چې د طالبانو او حکومت له استازو هاخوا د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته رابلل شوي، د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددې ناستې د جوړېدو خبرونه تایید کړي او د افغانستان د سولې پروسه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx