ځانګړي راپورونه

ايا د هند او پاکستان د اړيکو ښه‌ والی د افغانستان پر سوله اغېز لري؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ایالتونو د دفاع وزير لايډ اسټن له هند وروسته کابل ته راغلی و، داسې ښکاري، چې هند هم د افغانستان سولې قضيه کې فعال شي او هند ته د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنیف اتمر سفر هم د دې ښکارندويي کوي، چې د سولې بهیر کې د هند اغېز زيات شي او که داسې وشي، نو پاکستان به دې موضوع ته په کومه سترګه ګوري؟

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ روان اوربند او چارواکي د يو بل په اړه نرمې څرګندونې کوي او د نوي ډيلي او اسلام اباد اړيکې د پخوا په پرتله نرمې ښکاري.

داسې ويل کيږي، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد تر منځ نسبتا د آرامۍ وضعيت د امريکا او يا هم د کوم خليجي هېواد په هڅو او فشارونو رامنځته شوی دی.

حنيف اتمر په نوي ديلي کې له خپل هندي سيال اېس جې شنکر سره

څارونکي وايي، امريکا او د افغان قضيې نور ښکېل هېوادونه په دې نظر دي، تر څو چې د هند او پاکستان اړيکې ښې شوي نه وي، تر هغو په ټوله سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله او کراري نه شي راتلی.

سره له دې، چې د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو ښه کول د دواړو هېوادونو اړتيا ده، خو دغه اړيکې ښه کول د سيمې سربېره د افغانستان امنيت او ثبات پورې تړاو لري او دا کار له پرله‌پسې ډيپلوماټيکو هڅو پرته ناشونی برېښي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال بهرني پوځيان له افغانستانه د خپلو وسایلو د ایستلو لپاره په پاکستان کې ډاډمن وضعیت ته اړتيا لري او د دې مقصد ترلاسه کولو لپاره د نوي ډيلي او اسلام اباد اړيکې سمول اړين دي.

خو په واشنګټن کې د منځنۍ اسيا د چارو څېړنيز مرکز يوه څېړونکي ډاکټر مارون واين بام ويلي: «زه فکر نه کوم، چې افغانستان کې د سولې بهير چټکتيا دې د اسلام اباد او نوي ډيلي له تازه نرمو اړيکو سره ډېر ژور تړاو ولري.»

ډاکټر واين بام وايي، د نوي ډيلي او اسلام اباد ښې اړيکې د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي، خو داسې ښکاري، چې دواړو دولتونو د خپلمنځي تاوتريخوالي د کمولو پرېکړه او په ظاهره دا کار د افغانستان سولې بهير سره کوم تړاو نه لري.

هغه وايي، که د اسلام اباد او نوي ډيلي اړيکې ښې شي، نو هند ته به يې ګټه دا وي، چې په دغسې حالت کې له پاکستان سره پر اوږده پوله امنيتي وضعيت ته اندېښمن نه شي، په داسې حال کې، چې له چين سره يې هم په سرحدي سيمو کې جنجالونه روان دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د هند او پاکستان اړيکې له امنيتي پلوه پر نورو مسائلو غالبې وي، تېر کال، چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمير نيمه خپلواک حیثيت ختم کړ او د خپلې جغرافيې برخه يې وګرځوله او پر کنټرول کرښه د دواړو هېوادونو پوځيانو وخت پر وخت پر يوه بل ډزې کړي، نو دې کار د اسلام اباد او نوي ډيلي اړيکې نورې هم ترينګلې کړي دي.

د هند او پاکستان تر منځ کنټرول کرښه

په واشنګټن کې د سويلي اسيا د چارو کارپوه شجاع نواز وايي، د افغانستان امنيت کې د هند د فعاليت په تړاو پاکستان اندېښنې لري.

«د پاکستان لپاره دا ډېره اړينه ده، چې پر خپله لويديځه پوله له امنيتي پلوه ډاډه وي، پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې دا موضوع راپورته کړې، چې هند د افغانستان او ایران خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي، چې له امله يې بلوچستان او خیبر پښتونخوا ايالتونو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي دي.»

د يادونې وړ ده، چې هند وخت پر وخت د پاکستان تورونه رد کړي دي.

ډاکټر واين بام وايي، دې کې هېڅ شک نه شته، چې د هند او پاکستان د اړيکو ښه‌والی د افغانستان لپاره ګټور ثابتېدای شي، ځکه چې هند او افغانستان د پاکستان له لارې سوداګري کوي او اوس، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد اړيکې ترينګلې دي، نو د افغانستان پر سوداګرۍ يې هم منفي اغېز کړی دی.

په دې لړ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ سوداګرۍ «اپټا» تړون له ګڼو مشکلاتو سره مخ شوی، افغانستان او هند نه شي کولی، چې د پاکستان له لارې يوه بل سره سوداګري وکړي.

هند له تېرو څو کلونو راهيسې افغانستان ته د خپلو سوداګريزو توکو د صادرولو لپاره سمندري لارې کاروي او اوس په تازه وختونو کې يې د ایران چاه بهار بندر کارول پيل کړي دي، چې د پاکستان په پرتله ډېره اوږده ده. همدارنګه پاکستان هم کولای شي، چې د مرکزي اسيا هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د چين کاشغر بندر له لارې سوداګري وکړي، خو  د افغانستان له لارې سوداګري کول د ورته ډېر اسانه او ارازنه تمامېدای شي.

چابهار بندر

د يادونې وړ ده، چې هند او پاکستان تېره مياشت د اوربند پر تړون له عمل کولو وروسته اوس يو ځل بيا په نوي ډيلي کې د اوبو کشالې په اواري خبرې کړي دي. د هندي رسنيو د رپوټونو له مخې د روانې مياشتې په اخره کې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې د اسيا زړه کنفرانس کې د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به يوه بل سره وګوري، خو اسلام اباد او نوي ډيلي تر اوسه په دې اړه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې.

په وروستيو اونيو کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن ادارې پرېکړه کړې، چې د افغانستان سولې بهير د ګړندي کولو لپاره د سيمې له هېوادونو سره اړيکې فعالې کړي. د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير لايډ اسټن تېره اونۍ د هند او افغانستان سفر کړی او د پاکستان د پوځ له لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې ټيليفوني اړيکه نيولې ده، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د دوه اړخيزو اړيکو او افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

راتلونکې اپرېل مياشت د افغانستان سولې په اړه د ترکيې په استانبول ښار کې يو مهم کنفرانس دی، چې د هند او پاکستان سربېره د امريکا او سيمې هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. له همدې امله ځينې کارپوهان په دې اند دي، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد اړيکې د افغانستان د سولې لپاره هم اړينې او ګټورې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx