لیکنېنظــر

لنډ مهاله او اوږد مهاله سوله

د، ب، هيښ

که د افغانستان ماضي او حال په غور سره وګورو ، نو دا حقيقت په کې واضح ښکاريږي چې په دې ملک کې د سوله ييز ژوند، عمراني – تخليقي کارونو او تفاهمي روابطو په ځای د جنګونو، ورانولو، وژلو او دښمنانه کشمکشونو عمر ډېر دی.

په افغانستان کې هېڅ وخت سوله، ثبات او د تشنج نه خالي ژوند نه و. همېشه مسلحانه برخوردونه او زور ازموينې ددې ملک په سياسي، ټولنيز ژوند خپل سيوری غوړولی او ددې خاورې اوسيدونکي يې د ارامۍ ساه اخيستلو ته نه دې پريښي.

ځينې وخت مؤقتاً په نظامي ټکرونو کې زماني وقفه او ارامتيا راغلې ده، خو دا محضې ارامتيا دا مانا نه ورکوي چې سوله برقراره وه، بلکې رقيبو اشخاصو، کورنيو او ډلو د خپلو قواوو د نويوالي، تنظيم کولو او تقويه کولو په منظور د بل جنګ لپاره د امادګۍ لپاره ددې وقفو نه استفاده کړې ده او تر پخوا زيات په شدت او بې رحمۍ يو د بل مقابلې ته اړم شوي دي او هغه مؤقته ارامي بيا د جنګ او دښمنۍ په راتلو له منځه تللې ده.

اوس سوال دا پيدا کيږي چې ولې دائمي، کلکه او باثباته سوله نه قائميږي او د جنګ منفور مخ د ابد لپاره زموږ له خاورې څخه نه ورکيږي؟

دائمي او نه ماتیدونکې سوله به څنګه راشي، تر څو ددې وطن اوسیدونکي د جنګ د تاريخي او تکراري ناورين نه د همېش لپاره نجات پيدا کړي او د سولې په فضا کې د نورو په شان دنيايي ژوند وکړي؟

په انساني ټولنه ټول جنګونه د سياسي واک د لاسته راوستلو لپاره چې ثروتي، شهرتي او شهوتي مزاياوې او ګټې په کې نغښتې دي؛ صورت نيسي. دې واک ته د رسېدلو لپاره شخص، کورنۍ او ډله کوښښ کوي، ځان ورسوي او له هغې نه په استفادې خپل اهداف پياده کړي.

واک ته رسېدل دوه لارې لري:
يوه يې د زور، فشار او اسلحې د استعمال دیکتاتورانه، مستبدانه، ظالمانه او د لکونو انسانانو په ککريو جوړه لاره ده، چې عقل، منطق، د نورو حقوقو ته احترام په کې نفي او مردود دی.

بله يې د ټولنې د مختلفو خلکو د اقشارو او ډلو د خبرو، شريک تفاهم، شريک تصميم او شريکې پرېکړې لاره ده چې زور په کې منتفي دی.

بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې واک ته رسېدل، واک چلول او يا د واک بدلول يوازې په زور او مستبدانه شکل هميشه صورت نيولی دی او د جنګونو لړۍ يې ترننه پورې را رسولې ده، چې که دا رسم ته خاتمه ور نه کړل شي جنګونه به دوام لري او سوله،  سوله ييز ژوند به يوازې د خبرو، شعار او ارمان په کچه وي نه په عملي جامه کې.

نو د سولې د قائمولو لپاره اولنی ګام، تصميم، فيصله او اقدام  واک ته د رسېدلو لپاره  دا دی چې د ديکتاتورۍ، زور او فشار طريقه بايد ترک شي او واک د فرد، کورنۍ، ډلې او تنظيم د يرغمل او انحصار په ځای ملت ته انتقال شي او د پخواني طرز تفکر په ځای چې د ثروت، شهرت، شهوت، مطلقيت او نورو مزاياوو مرکز و، بايد سياسي واک  د خدمت، مسؤليت، صداقت او د ټولنې ارزښتونو – ګټو ته د تعهد په دستګاه بدل شي.

دا چې جنګ، استبداد او په قهري توګه د قدرت د حاصلولو دود زموږ په وطن کې ډېره اوږده سابقه لري او زموږ ټولنې بې له دې طريقې بل څه نه ليدلي او نه يې لمس کړي او عامه ذهنيت هم په همدې استبدادي میتودونو عادت شوی دی، نو دا ذهنيت په جنګ ضد ذهنيت اړول او د سولې د راوستلو لپاره اماده کول هم ډير وخت، زحمت، مبارزې او صادقانه تلاش ته ضرورت لري او په يو وار د اوږد مهاله دائمي سولې راوستل يې ناممکن کړي دي.

نو په‌ کار ده چې د اوږدمهالې سولې لپاره اول د لنډمهالې سولې لپاره عاجل اقدامات وشي، څو د وينې تويولو لړۍ فوري بنده او د لنډمهاله سولې  په موده کې يې بل جنګ او خشونت ته د تیارۍ نيولو او تجديد قوه په ځای، د دايمي سولې لپاره بحثونه، شننې، تحقيقات او صادقانه مبارزه وشي. ترڅو يوه مثبته، معقوله، په واقعيت ولاړه، مؤثره او ټولو ته د قناعت وړ لاره د حل پيدا او په هغې باندې تګ، ټولنه اصلي هدف ته چې دايمي سوله ده ورسيږي.

لنډمهاله سوله:
د افغانستان د روان مصيبت او جنګ اصلي عامل فعلاً اشغالګران او د هغوی اجنټان دي، چې په مقابل کې يې افغان ولس د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د خپل وطن د استقلال لپاره مبارزه کوي نو د لنډ مهالې سولې د راتلو د پاره بايد:

۱- اشغالګران دې بې له قيد او شرطه ووځي او د افغانستان خپلواکي دې په رسميت و پېژندل شي.

۲- د طالبانو د مشرانو نومونه دې له تور ليست نه پاک شي، د ازاد سياسي فعاليت حق يې دې په رسميت وپېژندل شي او د هغوی د ترورولو او هدفي وژنو لړۍ دې بنده شي.

۳-ټول سياسي بنديان دې که په هر لوري کې دي ازاد شي.

۴ – د افغانانو تر منځ دې د دايمي سولې د راوستلو لپاره جدي، صادقانه او مسؤلانه مذاکرات شروع شي، تر څو د را تلونکي نظام او سياسي واک په هکله او د يوې تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره يوه جامع او ټولو ته د قبول وړ طرحه جوړه کړې.

اوږد ‌مهاله او تلپاتې سوله:
د تلپاتې سولې بنسټ ټولنيز عدالت دی، ټولنيز عدالت دا مانا چې د ټولنې ټول افراد يو شان او بې له توپيره د ټولنې په سياسي جوړښت او تصميم نيولو کې برخه واخلي او د ژبې، پوستکي رنګ، قومي تړاو، سياسي اډيولوژي او فکر په بنياد تعصبي چلند او امتياز غوښتل حرام وګڼل شي.

سياسي واک ملت ته د خدمت او مسؤليت مرکز وګرځول شي، نه د عيش او عشرت منبع.

سياسي واک بايد فقط د هغه د اصلي مالک نه چې افغان ولس دی مشروعيت حاصل کړي.

يوه خبره دلته واضح کول په کار دي، چې سياسي واک نه مقدس دی، نه اسماني دی او نه د انساني ټولنې د موجوديت نه ماوراء کوم شی، بلکې دا يوه انساني پديده، چوکاټ او مديريت  دی، چې د ټولنې د افرادو له لوري د مشترک ژوند د کولو لپاره د خپلو عقايدو، عنعناتو او رسوماتو سره برابر بايد جوړ او عملي شي.

افغاني ټولنه چې غړي يې ۹۹٫۹٪ مسلمانان او په اسلامي ارشاداتو او احکامو کلک باور لري، نو طبعاً هر سياسي واک چې تقرر پيدا کوي سل په سلو کې به د اسلامي احکامو تطبيق او رعايت ته متعهد وي او هر قانون، لايحه، عمل او اجرأت يې بايد د اسلام د دين سره په تضاد او تناقض کې نه وي. مانا دا چې د سياسي واک دا اړخ واضح، تثبيت او معين دی او په دې هکله نه بحث ته ضرورت شته، نه فکر کولو او نه جدال ته. ټول افغانان (بې له يو څو سيکولرانو، مارکسستاو او د غرب ړانده تقليد کوونکو نه چې د ګوتو په شمار يې تعداد دی) په دې هکله متفق القوله، متفق العقيده او متفق الايمانه دي. زموږ د ټولنې دا واقعيت فقط بايد تصديق، تائيد او ومنل شي. په دې باره کې سفسطې، شک کول او ترديد يا د مرضيانو کار دی او يا د غرضيانو، چې دا دواړه کټه ګورۍ خلک د ټولنې په درد نه خوري، دوی بايد يا روغتون ته وليږل شي او يا قرنطين ته.

لاکن مهمه مسئله د سياسي واک د لاسته راوستلو او د هغې د چلولو ده، چې د دايمي او باثباته سولې د استوارولو  لپاره حياتي ارزښت او رول لري.
نو د اوږدمهاله او باثباته سولې لپاره لاندې شرطونه پوره‌کول لازم او ضروري دي:

۱- د زور، اسلحې، تقلب او توطئې له لارې د سياسي واک د لاسته راوستلو ضد انساني رواج بايد ختم شي.

۳- ټول سازمانونه، جريانونه، ګوندونه، تنظيمونه او تشکيلات يې چې  قومي، لساني، سمتي، مذهبي او اتنيکي تعصبي فتنه زېږوونکي، نفاق اچوونکي او شيطاني رېښې لري بايد فوراً منحل او په دې بنياد فعاليت کول يې ملي خيانت اعلان شي او تنظيموونکي يې د ملي حاکميت له لوري تعقيب، دستګير او مجازات شي.

۲- يوه باصلاحيته،بې پرې ملي او بين المللی محکمه دې تاسيس شي او ټول هغه عناصر چې په جنګي جرمونو، قتلعامونو، غلا، غصب او ملي خيانت کې يې لاس درلود تعقيب، زنداني او بې له توپيره محاکمه او مجازات شي.

۳- دا چې زموږ زياتره جنګونه له بهر نه او د هغوی د مستقيمو او يا غير مستقيمو مداخلو په وسيله زموږ په ملت تحميل شوي دي، نو د اوږد مهاله سولې لپاره ددې مداخلو مخه بايد ونيول شي او د هغه عناصرو او ډلو سره چې په ملي ارزښتونو، ملي مقدساتو او ملي منافعو معامله کوي د ملي خايينانو په څير معامله او اشد مجازات شي.

۴- افغانستان په وچه کې ايسار او د اقتصاد، علم، تخنيک او ټکنالوژۍ له نظره خوار او فقير هېواد دی. په جهاني دوه قطبي او يا څو قطبي سياسي رقابتونو کې شرکت کول زموږ له وسه لوړه خبره ده، نو زموږ بهرنی سياست بايد په مطلقه بې طرفۍ، د نورو په امورو کې د نه مداخلې او همدا شان د نورو ملکونو  نه مداخله زموږ په داخلي چارو کې د متقابله احترام او کاملې خپلواکۍ په اساس  بايد هم د ګاونډيانو، هم د منطقې او هم د نورو جهانيانو له لوري محترم او په رسميت وپېژندل شي.

افغانستان بايد د نورو هېوادونو د نيابتي جګړو ډګر ونه ګرځي. هره علمي، تخنيکي، اقتصادي او تعميري مرستې ته ښه راغلاست وويل شي، خو له نورو سره د عداوت، توطيې او مزاحمت شيطاني تلاشونه زموږ په خاوره کې  قطعاً بايد رد او مخه يې ونيول شي.

۵- ټولنه له افرادو نه جوړه ده او په دې تشکيل کې هر فرد د بيان د ازادۍ، سالم انتقاد، ابتکاري وړانديز، استعدادي خلاقيت د رشد او د  فکري او جسمي فعاليت د کولو حق لري. البته چې د ټولنې د اساسي او حياتي ارزښتونو لکه ديني عقايد، ملي آزادي، ملي خپلواکي، ملي مقدسات، ارضي تماميت، ملي کلتور، ملي ګټې او ملي افتخاراتو سره په ټکر او تناقض کې واقع نه شي. دا ازادي د انسان بايد قبوله او احترام ورته وشي او سياسي واکداری يې د حفاظت، تقويې  او بنسټيز کولو مسؤليت جدي ونيسي. زموږ د ټولنې يو مشکل د همدې ارزښتناکه نعمت نه محروم پاته کېدل دي، چې نور بايد دا تشه د افرادو ددې حق په تضمين او مراعاتولو سره ډکه شي.

ددې شرايطو په پوره عملي کولو سره به حتمي تلپاته او باثباته سوله راځي، خو عملي کول يې پاک، صادق، خير غوښتونکي، مصمم او سولې ته متعهد اشخاص، ډلې او سازمانونه کولی شي او ډير زحمت، قرباني او متواتر تلاش او وخت غواړي. بناءً پراخه حوصله او تدبير ته اړتيا ده.

اميد دی چې زموږ په افغاني ټولنه کې د احساساتو، شخصي، ډله ييزو ګټو او هدفونو په ځای ديني، ملي، انساني ارزښتونو او ګټو ته متعهد خلک د عقل، هوښيارۍ او واقعبينتوب په کارولو  سره د دايمي سولې د راتلو لپاره منسجم او متحد شي او خپل مسؤليت چې د تلپاتې سولې قائمول دي د خدای پاک، ملت او انسانيت په مقابل کې اداء کړي او ددې مظلوم ولس تاريخي عذاب چې سياسي قدرت ته د رسېدلو لپاره د ظلم او استبداد موجوديت او د هغې په بنياد جنګونه او وينې بهيدل دي د ابد لپاره ختم کړي.

والسلام

د يوه ازاد، خپلواک او سوله ييز افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دافغانستان دسولی لپاره ښه نظرونه لیکل سوی. هیله ده لیکونکی هغه ټکی چه عملی بڼه باید ولری روښانه کړی او دهغه په هکله دملی اجماع دراوستلو په نیت دذهنیتونو دامادګی لپاره خاص ټکی معرفی کړی. دلیکنی زیات ټکی دنوی طرحی لپاره ښه دی او باید مراعات سی. دا چه څنګه دافغانستان خلک دفکری یرغل مخه ونیسی او بیا دشاهی او یا داودشاهی ددورو توطیی رانسی او یا په مصر کی دسیسی په ډول خارجی اجنټان قدرت غصب نکړی او یا د طالبانو او یا دبلوچستان غوندی تحریکونه رامینځ ته نسی چه سوله درهم وبرهم کړی مفصله لیکنو ته ضرورت ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx