شعـــــرونه

ژړا تاته کوم/ عبدالکبير طلايي

عبدالکبير طلايي

د زړه له زوره یم لویدلی ژړا تاته کوم
له ډیره غمه کړیدلی ژړا تاته کوم

د یار له غمه وږی تږی په صحرا ګرځمه
له ډیرې تندې جل وهلی ژړا تاته کوم

په طمعه طمعه د وصال مې زنده ګي تیره کړه
د هجران سرو لمبو سیځلی ژړا تاته کوم

وفا وفا له منځه تللې ده جفا وینمه
خپلو پردو یم ځورولی ژړا تاته کوم

ځما په سر باندې روانه سودا کیږي دلته
له خپل اختیاره یم وتلی ژړا تاته کوم

دا څه بې رحمه بې رحمي ده غمازان ډیر  شوي
د زړه په سر يې یم ویشتلی ژړا تاته کوم

د بې وسۍ او بې کسۍ کچکول په غاړه ګرځم
لوڅې پښې ګریوان شلیدلی ژړا تاته کوم

د طلایي کبیر همدغه عقیده ده خلکه
چه الله ته مې یې منلی ژړا تاته کوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx