شعـــــرونه

افغانستان/ منصور درمان

منصور درمان

افغانستان د عجیب حسن او ښکلا ټاټوبی
افغانستان د جهادونو او غزا ټاټوبی

افغانستان د ننګ مېړانې او تقوا ټاټوبی
افغانستان د الفتونو او حیا ټاټوبی

د وخت یاغي امپراطورۍ یې دلته ډېرې ايل کړې
افغانستان یاغي لۀ جبره د دنیا، ټاټوبی

د امن تږی دی، د سولې د باران تږی دی
افغانستان د عزت کور، د سپېڅلتیا ټاټوبی

پۀ ننګ پوښلې پرګنې لري ځلانده تاریخ
افغانستان د حریت څرک رڼا -رڼا ټاټوبی

پۀ ایماني غشو یې تل د شپو سینه څيرلې
افغانستان د سپینو ستورو د صبا ټاټوبی

کاڼي یاقوت، بوټي دوا، پاکې هوا وې لري
افغانستان ډک لۀ کمال زړۀ د اسیا ټاټوبی

افغانستان پۀ اسلامي نظام ودان غواړو مونږ
افغانستان منصور درمانه! د بریا ټاټوبی
ـــــــــــــــــــــــــــ
1442/6/28 د جمعې مبارکې شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx