ټولنیزه برخه

د حضرت بلال رضی الله عنه د غلامۍ او عاشقۍ کيسه!

ژباړه: محمد هارون احمدزی

له حضرت بلال رضی الله عنه څخه يوه ورځ چا پوښتنه وکړه چې تا نبي کریم ﷺ په لومړي ځل څنګه ولیده؟

بلال رض ورته وويل: ما د مکې خلک ډېر کم پیژندل، ځکه چې زه غلام وم او په عربو کې له غلامانو سره سم سلوک نه کېده، له ھغوی سره به يې بد چلند کاوه او په زور به يې ورڅخه ډیر کار اخیسته، ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ته ووځم او له خلکو سره ملاقاتونه وکړم، نو ما ته هم د رسول ﷺ، د اسلام په څېر د يو خوږ دين او يا نور څه په اړه کوم علم او پوهه نه وه خو يوه ورځ زه سخت ناورغ شوم، د سختې يخنۍ موسم و، زه د ناروغۍ له امله ډېر کمزوری شوی هم وم، د ارام په موخه مې یوه شړۍ( څادر) واغوست او څملاستم.

کله چې زه څملاستم، نو په دې وخت کې زما بادار راغی، هغه فکر کاوه چې زه به اوربشې وړه کوم، خو زه يې چې وليدم چې په شړۍ کې پروت يم نو ډېر زيات په غوسه شو او څادر يې راڅخه کش کړ، له ما څخه يې کميس د سزا راکولو په وجه ووېست، د کوټې مخې ته يې کېنولم او د اوربشو د اوړه کولو امر يې راته وکړ.

حضرت بلال رضی الله عنه وايي چې زه له يوې خوا د ناورغۍ له امله سخت ناکرار او له بلې خوا په ناورغۍ کې دومره سخت چلند زه خفه کړم او په ژړا ژړا مې د اوربشو اوړه کولو ته دوام ورکړ چې په دې وخت کې دروازه راوټکېده او غږ وشو.

ما ورته د راتلو اجازه ورکړه او يو ډېر نوراني او ښکلی انسان راننوت او ويې ويل:

ځوانه ولې ژاړې؟

بلال ورته په ځواب کې وویل: ته خپل کار وکړه، زما د ژړا پروا مه کوه، دلته د پوښتنې خلک ډېر شته دي مګر د مرستې او همکارۍ څوک نشته.

دا سړی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم و خو بلال نه پېژندلو او په همدې ناخبرۍ کې يې ډېرې خبرې ورته وکړې.

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بلال رضی الله عنه خبرې واورېدې نو روان شو.

حضرت بلال رضی الله عنه بيا ورته وويل: ګوره! ما ويل چې د پوښتنې لپاره خلک شته دي مګر د مرستې لپاره هيڅوک نشته.

رسول ﷺ د بلال دا خبرې اوریدلې خو بيا هم روان و.

بلال وایي: په زړه کې مې لږ امید پیدا شوی وه چې کيدای شي دا سړی مې مرسته وکړي، خو چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم روان شو نو بيا مې وويل چې ھغه می ھم له لاسه ورکړ او رانه لاړ، مګر بلال رضی الله عنه څه خبر و چې چا سره دده اوسنۍ اړيکه پیدا شوې هغه رحمة العالمین یا نبی اکرم ﷺ دی.

بلال وایې: لږ وخت وروسته ھغه سړی بیا راغی، دده په یو لاس کې تودې شیدې وې او په بل لاس کې یې کجورې نیولې وي، ھغه کجوري او شیدې ما ته را کړلې او ویې ویل: دا وڅښه او بیرته ویده شه.

ما ورته وویل: دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟ که اوړه مې نکړي نو مالک به مې سهار ډیر زیات ووھي.

ھغه وویل: ته ویده شه دا سهار زما څخه اوړه شوي واخله، بلال ویده شو او نبي کریم ﷺ  ټوله شپه د يو حبشي غلام لپاره میچن وچلوله.

سهار یې بلال ته اوړه شوې اوربشې ورکړې او هغه مبارک ولاړ.

دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدي او خورما یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړه.

داسې دری ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چې بلال نه وو روغ شوی. دا د ھغه  چا د ژوند کيسه وه چې د چا په زړه کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوږد عشق لړۍ پيل شوه، چې نن ھم بلال ته صحابي د رسول ﷺ وروسته ورته عاشق رسولﷺ وايي.

ھغه بلال چې یوه ورځ یې آذان ونکړ، نو الله پاک لمر د راختلو نه ایسار کړی و.
ځکه چې حضرت بلال رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات نه وروسته له ډېره غمه او خفګانه اذان ونه کړ، او کله چې به اذان کې (أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ) ته رسېده نو د نبي کریم ﷺ په ياد کې به سلګو شو او په اوچت و غرهاری یې وژړل.

دوستانو! هیله ده له لوستلو نه روسته د نورو ملګرو سره شریک کړی، کیدای شي ورونه او خویندې، د رسول الله صلی علیه وسلم، د اخلاقو، ادابو او مینې نه یوڅه زده کړي، په ژوندون کې لوی توپیر راشي یا د هدایت لاره ورته وګرځي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx